اسلام آباد ۔ 11 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان په پاکستان سیټیزن پورټل د وګړو لخوا د درج كړې شويو شكايتونو د وضعه كړې شوې تګلارې له مخې ازالې نه كولو ??ا ددې په حل كښې د تاخير په سختۍ سره نوټس اخس??لو سره ټولو ??زارتونو ته هدايت كړې دې چې د اړوند افسرانو كاركردګۍ جاج اختسلو ??ه د?? يوه كمېټي جوړه كړې شي۔ د وزیراعظم دفتر لخوا ټولو ??زارتونو او ډويژنو ته د ليكلې شوې مراسلې له مخې د يو شمېر افسرانو د كاركردګۍ جاج اخستل كېدو څخه وروستو ??ا خبره رامخې ته شوې ده چې د شكايتونو نه خو د وضعې كړې شوې تګلارې له مخې ازاله شوې او نه په مناسبه توګه په د?? اړه كومه پرېكړه شوې۔ مراسله كښې وئيلي شوي دي چې د شكايتونو ازالې په اړه د وګړو عبرګون څخه دا ثابتېږي چې ټول نظام ماتحت عملې ته سپارلې شوې دې كومو چې زياتې پرېكړې هم كړې دي۔ د كمېټۍ چيئرمېن به د ګرېډ 20 افسر وي۔ 4 نور افسران به د كمېټۍ غړي وي۔ كمېټي به د بېلو ادارو د بېلو افسرانو د كاركردګۍ او د شكايتونو حل كولو ??ښې د ركاوټونو جاج اخس??لو سره حل تجويز كوي۔ وزارتونو او ډويژنو ته د شكايتونو جائزه راپور لپاره د 30 ورځو مهلت وركړې شوې دې۔ د وزیر اعظم دفتر لخوا ??ا خبره په ګوته كړې شوې ده چې د جاج اخس??لو په مهال دا رامخې ته شوي دي چې وګړو ته وئيلي شوي دي چې دوئي ته ريليف يا جزوي ريليف وركړې شوې دې ولې صورتحال ددې په ضد دې او د شكايتونو ازالې حوالې سره غلط بياني شوې ده