اسلام آباد ۔ 6 جنوری (اے پی پی) دفاع لپاره د قامي اسمبلۍ ??ائ??ه كمېټۍ د وسله والو ځواكونو مشرانو د ملازمت موده كښی د پراختيا درېو واړو بلونو په يوه خله منظوري وركړې ده ۔ آرمی ترمېمی اېکټ به (نن) د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې كولې شي۔ د دفاع وزير پروېز خټك د ??ائ??ه كمېټۍ غونډې نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د آرمي اېكټ ??ائ??ه كمېټۍ څخه په منظورېدو ټول قام له مباركي وركوم۔ په دې اړه حكومت او مخالفه ډله يو موټر او پوځ سره ولاړ دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل څوك هم ټرېك څخه نه اخحوا كېږي۔ مونږ له به د بې بنسټه ډنډورو څ??ه ډډه كول وي۔ ټول سياسي ګوندونه په يو پېج دي او ټول وسله والو ځواكونو سره ولاړ دي۔ ده ووئېل غلط فهمۍ ب??يد لرې كړې شي۔دې څخه وړاندې دفاع لپاره د قامي اسمبلۍ ??ائ??ه كمېټۍ ان كېمره غونډه د ګل په ورځ د كمېټۍ چيئرمې?? امجد علي خان په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې د دفاع وزير پروېز خټك ٬ د انصاف او قانون وزير بېرسټر فروغ نسيم او د حكومتي او د مخالفې ډلې غړو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د وسله والو ځواكونو مشرانو د ملازمت موده كښې د پراختيا لپاره په آرمي اېكټ ترميمي بل غور څخه وروستو دا په يوه خله منظور كړې شو۔