ډېووس 22 جنوري(اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاکستان او هند ترمېنځه د جنګ خطر نشته٬ اندېښنه ده چې هند د پلوامه په ډول بريد كولو سر?? پاكستان ذمه وار ګرځولې شي٬ هند سر?? ټولې شخړې په ??ول?? ايز ډول هوارول غواړو٬ کشمیر منلې شوې نړيواله كشاله ده٬ په دې د ملګرو ملتونو 11 قراردادونه موجود دي٬ د پاكستان او امريكې اړيكې مخ په ??ده دي٬ پاکستان د افغانستان صورتحال څخه ځپلې كېږي، كه افغانستان كښې امن وي نو تر مېنځنۍ آسيا به تجارت ممكن شي٬ امريكې دا ګڼل چې د افغانستان د مسئلې حل د طاقت په ??ارولو ممكن دے خو آخر خبرو اترو ته كېښناستل۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم نړيوال ميډيا كونسل ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان پوله ايزې سيمې ځپلې شوي٬ زمونږ حكومت د پوله ايزو سيمو بحالۍ لپاره ګامونه پورته كوي ٬ پاکستان د افغانستان صورتحال څخه ځپلې كېږي٬ چې په افغانستان كښې امن وي نو ترمېنځنۍ آسيا تجارت به ممكن شي۔ ده ووئيل ما تل وئيلي دي په ??ول?? ايز ډول مسئلې هوارېدې شي٬ زه په دې موقف د طالبانو پلوي هم ګڼړلې شوې يم ۔ ده ووئيل امريكې آخر د خبرو اترو لاره خپله كړې٬ د ماضي واكمنو امريكې سر?? په ??وظونه كولو غلطي كړې٬ امریکا په افغانستان ناكامه شوه نو پاكستان ئې دې لپاره ذمه وار وګرځولو٬ اوس د امريكې او پاكستان اړيكې مخ په ??ده دي۔ ده ووئيل مونږ امريكي سر?? تجارتي اړيكو ته وده وركول غواړو٬ د وړومبۍ ورځې نه مې دا موقف ٶ چې د طاقت د لارې مسئلې نه حل كېږي۔ وزیراعظم عمران خان ووئېل په اقتدار كښې د راتللو نه پس مې وړومبې مودي سر?? تماس نيولې٬ هند سر?? ټولې مسئلې په ??ول?? ايز ډول هوارول غواړو٬ چې پاکستان او هند په امن شي نو وسائل به د غربت په خاتمه خرڅ كړې شي۔ ده ووئېل د هند وزیراعظم زمونږ د وړاندېز په زړه پورې ځواب نه دې راكړې۔ ده ووئيل د پلوامه پېښې نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه تاٶ تريخوالې زيات شوې٬ هند په ??اكستان تور لګولو سر?? بريد كړې٬ چې پاكستان ئې بشپړه ځواب وركړې ٬ ده ووئيل د مودي د ناسمو پاليسو په سوب حالات د بد نه بدتر شوي۔ ده ووئيل د مودي حكومت په ??و اړخيزه توګه آرټيكل 37 ختمولو سر?? د مقبوضه كشمير خپل هېواد الحاق وكړو٬ د مودي حکومت 80 لکھ کشمیریان د څو مياشتو راه