اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) پاکستان او امريکې د افغان امن عمل په اړه شريكې هلې ځلې پكار راوستو لپاره د مشاورت لړۍ رو??نه ساتلو ته سلا شوي ۔ دا سلا خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره افغانستان لپاره د امريکې خاص استازي زلمے خليل زاد د جمعې په ورځ وزارت كښې د ملاقا?? په مهال ??اغلې ۔ د خارجه دفتر له مخې د خبرو اترو په مهال ??فغانستان كښې امن لپاره د شوو هلو ځلو پشمول منطقه كښې د امن په مجموعي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ زلمے خليل زاد خارجه وزير طا??بانو سره د امن په رو??نو مذكراتو كښې د اوسني صورتحال ??فصيلاتو نه خبرولو سره د پاكستان د رو??ې جوړې د كردار ستائنه وكړه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د امريكې او طا??بانو ترمېنځه امن لوظنامې سره به د ”انټرا افغان مذاکراتو” لاره هواره شي كومه چې به نه يوازې افغانستان لپاره بلكې ټولې منطقه كښې امن او استحكام لپاره خوشبينه اوګرځي۔ ده ووئيل پاكستان د مشتركه ذمه وارۍتر سره كولو سره افغانستان كښې امن لپاره به خپلې هڅې او ملاتړ رو??ن ساتي۔ دواړه ډلو د افغان امن عمل په اړه شريكې هلې ځلې پكار راوستلو لپاره د مشاورت لړۍ رو??نه ساتلو لپاره سلا وكړه