اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د نړيوالې کرونا وباء چېلنج مخنيوي لپاره زمونږ د كار استعداد ورځ په ورځ زياتېږي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښئ د كرونا وباء مخنيوي په ??ړه د لوړې كچې غو??ډې مشرۍ كولو په مهال كړې ۔ په غو??ډه كښې بهر هېوادونو څخه د راستنېدو په طمعه د پاكستانيانو راوستلو لپاره د بېلا بېلو اړخونو جاج واخستې شو۔ په غو??ډه كښې د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، قامي ??حت لپاره د وزیراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا، سید ذوالفقار بخاري، ډاکټر معید یوسف، خارجه سېكتر سهېل محمود، ډيجيټل پاكستان لپاره د وزیراعظم خاص مرستياله تانیه ادریس او نورو لوړ پورو سره سره د شوكت خانم سي اي او ډاكټر فېصل سلطان هم ګډون وكړو۔ خارجه وزیر ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نېشنل کوآرډینېشن كمېټۍ غو??ډه كښې په دې مهمه مسئله تفصيلي مشاورت شوې۔ د کرونا وائرس بهر هېوادونو څخه پاكستان ته د ممكنه راتګ خطر لاره نيولو لپاره كمېټۍ په هر ډول فلائټس د بندېز پرېكړه كړې وه۔ ده ووئيل دا مهال يو شمېر هېوادونو كښې د لاك ډاٶن له مخې فلاټس اپرېشنز معطل دي۔ په دې موقع ډاكټر ظفر مرزا پاکستان كښې د کرونا نړيوالې وباء خپرېدو په موجوده نوعيت او د رسك اسسمنټ په ??ړه ګډون كوٶنكو ته بريفنګ وركړو۔ د اېن آئي اېچ ا??ګز??كټو ډآئراېكټرد کرونا ټېسټنګ د كار استعداد او د نورو تيارو په ??ړه ګډون كوٶنكي خبر كړل۔ په غو??ډه كښئ د څلورم اپرېل د نړيوال فلائټس ممكنه بحالۍ نه پس په لائحه عمل هم مشاورت اوشو۔ په غو??ډه كښې په متفقه توګه رامخې ته شوې تجويزونه به د نېشنل کوآرډینېشن كمېټۍ غو??ډې ته منظورۍ لپاره وړاندې كولې شي