ملتان ۔ 06اپ??ېل(اے پی پی) د ملتان دوهم كمشنر عامر خټك وئيلي دي په قرنطينه م??كز ملتان كښې د كورونا وائرس ښكار 89 رنځوران تر دې دمه ساتلې شوي د كومو به چې يو وارې بيا ټېسټ كولې شي?? د ټېسټ په منفي راتللو به دوئي كورونو ته لېږلې شي?? ده ووئيل ملتان سره تعلق لرونكي 63 زائرین هم قرنطينه كښې استوګن دي۔ د دوئي د كورونا ټېسټ ريزلټ به د شورؤ په ورځ ترلاسه شي?? دوهم كمشنر ووئيل ضلع كښې د موج??دو ټولو تبليغي جماعتونو ډېټا ترلاسه كړې شوې او د تبليغي جماعت ټول غړي كورنټائن كړې شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قرنطينه م??كز په اړه خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ضلع كښې د تبليغي جماعت 836 غړي موجود دي۔ دوئي كښې 766 غړي پاكستاني او 70 غېر ملکی دي۔ دا ټول غړي كورنټائن كړې شوي۔ عامر خټك ووئيل جوماتونو كښې مېشته د تبليغي جماعت غړو په خوراك او داروګانو كښې به هېڅ ډول كمې اونه زغملې شي?? ده ووئيل ملتان ښار كښې تر دې دمه د بهر هېوادونو څخه راغليو 264 پاکستانیان ټرېك ټېسټ شوي۔ د ټرېس ټرېك راپور له م??ې دوئي كښې كوم يو هم وګړي كښې د كورونا علامات موندلې شوې نه دي۔ دوهم كمشنر اړوندې عملې ته هدايت وكړو چې ټولو كوټو ??ښې دې سټیر لائزېشن پېل كړې شي٬ په كټونو ٬ واش رومز او كوټو ??ښې دې کېمیکل سپرے وكړې شي٬ بل پړاؤ كښې دې ټول فلېټس كلورين سره اوينځلې شي