مظفر آباد 21 اپریل (اے پی پی) ??در ډاكټرعارف علوی وئيلي دي هند د كورونا وائرس وباء په آړ كښې مقبوضه كشمیر كښې د كشمیریانو غږ ته د زيان رسولو رسولو هڅې كوي، د ٓ ازاد كشمیر حكومت په وخت اقداماتو سره دلته د وباﺀ صورت حال په قابو كښې دے،هند كښې د مسلمانانو سره د تعصب وړ سلوك روان دے۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د نهې په ورځ د آزاد كشمیر سر ښار مظفرآباد دورې په موقع وكړه۔ مظفرآباد ت?? په رسېدو د آزاد كشمیر ??در او وزیراعظم د ډاكټر عارف علوي هركلے وكړو۔ ??در د ډاكټرانو او طبی عملې لپاره حفاظتی سامان د آزاد كشمیر حكومت ته وسپارلو۔ د این ډی اېم اے چئیرمین لیفټیننټ جنرل م??مد افضل هم د ??در سره ملګرې ؤ۔ ??در له آزاد كشمیر كښې د كورونا وائرس وبا مخنيوي لپاره په پورته كړو اقداماتو بریفنګ هم وركړې شو۔ ??در ډاكټر عارف علوی ووئيل مونږ هڅه كوو چې د قامی یووالي چاپيرچل جوړ شي، كورونا وائرس وباﺀ سره جنګ لپاره د ټول پاكستان پبشمول آزاد كشمیر او ګلګت بلتستان يو موټې دي ،ده ووئيل هند د وباﺀ په آړ كښې په مقبوضه كشمیر كښې د كشمیریانو غږ ته د زيان رسولو هڅه كوي، پاكستانې قام د زړه نه د كشمیریانو سره ولاړ دے او په كشميريانو روان ظلم به پاكستان په ټوله نړۍ كښې په ډاګه كوي، ??در ووئيل په هند كښې هم د مسلمانانو سره د تعصب وړ سلوك روان دے، صدر
ډاكټر عرف علوي ووئيل د آزاد كشمیر حكومت كاركردګی مثالی ده او پ?? دې اړه د كشمير قيادت له مباركي وركوم، د آزاد كشمیر حكومت په وخت اقداماتو په نتيجه كښې دلته صورتحال په قابو كښې دے، د آزاد كشمیر ??در او وزیراعظم ووئيل د اسلامی جمهوریه پاكستان ??در مظفرآباد ت?? راتګ زمونږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده او مونږ د هغه مننه كوو