اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) قامي خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټ??عب??الحفيظ شېخ وئيلي دي د وړوكو او د مېنځنۍ درجې كاروبار ته تحفظ او وده و??كولو ته حكومت پاملرنه كوي ۔ ده دا خبرې د زيارت په و??ځ د سټېټ بنك او سيکورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان ( اېس اي سي پي) په مرسته د محفوظ ټرانزېکشن رجسټري پرانستې دستو??ې ته وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د ډاكتر عبدالحفيظ شېخ پشمول د نړيوال بنك، نړيوال پرمختګ لپاره د برتانيې ادارې ډي اېف آئي ډي، د سرمايه کارۍ بورډ، د خزانې وزارت لوړ پوړو ګډون وكړو۔ ډاکټ??عب??الحفيظ شېخ ووئيل د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار ته تحفظ وركول ته پام لرنه كوو ، د وړو او مېنځنۍ درجې صنعت د خپل صلاحيت په مقابل كښې يوازې لس فيصده پېداوار وركوي كوم چې د مالياتي سهولتونو د نامناسبه رسنې سبب دے۔ ده ووئيل محفوظې رجسټرۍ سره به د وړوكو او مېنځنۍ درجې صنعتونو ته مالياتي سهولتونه و??كولو كښې بهتري راشي۔ ډاكټر حفيظ شېخ ووئيل د رجسټري په سوب به دغه صنعتونه و??ه وكړي۔ ده ووئيل سکيور رجسټري څخه به په خاص توګه كوچني صنعتونه مستفيد شي كوم چې ګاڼه كولو لپاره غېر منقوله جائېداد نه لري۔ ده ووئيل د محفوظ رجسټري په سوب به و??ړه صنعتونه منقوله جائيداد ګاڼه كولې شي