اسلام آباد ۔ 21 مئي (اے پي پي) حکومت د چي??و بحران پحقله د انكوائري كمېسون راپور جاري كولو سره وئيلي دي په تېرو پنځو كالو كښې شوګر ملز د 22 اربه روپو ټېكس وركولو سره 10 اربه ر??پۍ ريفنډ اخسې، رېګوليټرز د چي??ۍ د بحران ذمه وار ګرځولې شوي٬ د رېګولېټري د بې غورۍ له امله د چي??ۍ بحران پېدا شوے او بيعه زياته شوې، وفاقي كابينې د ريكوري كولو سره پېسه اولس له د بېرته وركولو او د نظام او ادارو د فعاله كولو منظوري وركړې ده، د شهباز شريف د كورنۍ په شوګر ملز كښې د ډبل رپورټنګ شواهد ترلاسه شوي، د سندھ حکومت اومني ګروپ له په سبسډي وركولو ګټه ورسولې ، جے ډي ??بل??و ګروپ په غېر قانوني توګه كرشنګ زيات كړے او ډبل بلنګ او په اوور انوائسنګ كښې ككړ پاتې شوے، په آر وائي ګروپ كښې مونس الٰهي 34 فيصده شيئرز لري۔ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال احتساب لپاره د وزيراعظم سلاحكار شهزاد اكبر ووئيل د مخدوم خسرو بختيار يو شوګر مل نشته ، كېسز نېب ٬ اېف آئي اے او اېنټي كرپشن ته د لېږلو سفارش شوے٬ د كمېسون د سفارشاتو په رڼا كښې به په راتلونكو كښې اېكشن اخستلې ش۔ده ووئېل كمېسون سفارش كړے چې د ټېكس غلو نه كروندګرو له د لږې ادائيګې كولو ر??پۍ واخلئ