اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيف وهپ ملك عامر ډوګر وئيلي دي كركيله د هېواد معيشت مخ په وړاندے بوتللے شي، په تېر وخت كښې دا څانګه نظرانداز كړې شوې، سي پېك به په منطقه كښې ګېم چېنجر ثابته شي، د كرپشن خاتمه زمونږ هدف دے. د زيارت په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې د راتلو??كي مالي كال په بج?? بحث كښې ملك عامر ډوګر ووئيل بايد مونږ د يو قوم په خېث توبه وباسوو. مونږ به د كو??ونا وائرس د وبا نه زر خلاص شو ، د دې په وجه ټوله نړۍ د جنګ په حالت كښې ده۔ده ووئېل د كو??ونا وائرس په صورتحال كښې دا متوازن بج?? دے. د كو??ونا وائرس په وبا مخالفې ډلې سياست او پوائنټ سكورنګ كړے. ده ووئيل كه سخت لاك ډاٶن شوے ؤ، نو بيا به هم دوي تنقيد كولو. دوي د تنقيد نه سوا څه هم نه شي كولې. د تنقيد په اورېدلو داسې ښكاري ل??ه چې تحريك انصاف د څلوېښتو كلونو نه په حكومت كښې وي. ده ووئيل كله چې مونږ له حكومت په لاس راغلو نو د هېواد معيشت په وېنټي لېټر ؤ. حكومت د بج?? خساره 73 فيصده كمه كړې ده ۔ ده ووئيل د څلوېښتو كلونو په حكومت كښې دوي كوم داسې روغتون جوړ نه كړے شو چې د مشرانو علاج ئې پكښې وش??.