اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) يو اېس اېډ پا??ستان ته د درې مليونه ډالرو 100 وېنټيلېټرز عطيه كولو سره نېشنل ډيزاسټ?? م??نجمنټ اتهارټۍ ته سپارلي دي. د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د اېن ډي اېم اے د آپرېشنز ممبر برېګيډيئر وسيم الدين د كراچې په هوائي اډه دا وېنټي لېټرز ترلاسه كړي. وياند ووئيل د امريكائي قونصل خانې ډپټي قونصل جنرل جان جوزف دا وېنټي لېټرز اېن ډي اېم اے ته سپارلي دي. په دې موقع د امريكې ډپټي قونصل جنرل ووئيل دا د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا پا??ستان ته د كورونا وبا په ضد مرستې لپاره وركړي. امريكا د كورونا وائرس وبا په ضد مبارزه كښې پا??ستان سره ولاړه ده.