اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د ضروري څيزونو نرخونو پرله پسې څارنې او د حكومت لخوا د شوو اقداماتو په نتيجه كښې د روان مالي كال په مهال صارفينو لپ??ره په حساس اشاريه كښې د كمي امكان دے. دا خبره د خزانې وزارت لخوا په جاري اقتصادي اپ ډېټ كښې شوې. د اقتصادي اپ ډېټ له مخې د كورونا وائرس د وبا نه وړاندې حكومت په نړيوال ماركيټ كښې ?? څيزونو په بېعو كښې د اضافې، د هېواد په ځينې برخو كښې د فصلونو زيان او د مطلوبه اېډجسمنټس پالېسو په وجه د پېدا شوي افراط زر فشار كمولو له هڅې كولې. د دې په نتيجه كښې د ضرورت ?? څيزونو په بېعو ك??ې استحكام راغلے ؤ. د اپ ډېټ تر مخه د مارچ په مياشت كښې په نړيواله او ملكي كچه د لاك ډاٶن په نتيجه كښې د طلب او رسد په نظام آغېز پرېوت، د دغې صورتحال تر مخه سټېټ بېنك په پاليسي رېټ كښې د 625 بېسس پوائنټس كمے وكړو او د پالېسې رېټ ئې 7 مقرر كړو. په بېعو ك??ې استحكام لپ??ره حكومت خپل خرڅونه كم كړل، په زرعي پېداوار ك??ې اضافې او د پېداوار اضافې لپ??ره د سرمايه كارې او د ضرورت ?? څيزونو د مناسب مقدار وركړې غوندې اقدامات وشول. عام وګړي ته ريليف وركولو لپ??ره حكومت د يوټېليټي سټورز كارپورېشن د لارې په مناسبه بېعه د ضرورت څيزونو وركړه ممكنه كړې شوه. د دې اقداماتو په نتيجه كښې صارفينو لپ??ره د بېعو حساس اشاريه سنګل ډېجټ شوه او د مئي مياشتې په ختمې??و د بېعو حساس اشاريه 8.2 فيصد ريكارډ كړې شوه. دغسې د فرورې نه د مئي تر مياشت د افراط زر شرح كښې پرله پسې كمے په نظر راتللو. په دې مياشتو كښې د افراط زر په شرح كښې په مجموعي توګه د 6 فيصده كمے ريكارډ كړے شو. د خزانې وزارت له مخې حكومت د ضرورت څيزونه اسانولو او معقول كولو لپ??ره اقدامات كوي. حكومت د ذخيره كوونكو په ضد د سختو اقداماتو پوخ عزم لري، ځكه په سباٶن كښې ?? څيزونو په بېعو كښې د اضافې امكانات كم كړې شوي. د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې د روان مالي كال په مهال د افراط زر شرح د 10.7 فيصد پاتې كېدو امكان دے. د دې څخه وړاندې په كال 2021م كښې د افراط زر شرح تر 11.8 فيصده د پاتې كېدو امكان څرګند كړے شوے ؤ