اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پی پی) د ??انون او انصاف وفاقي وزير بېرستر فروغ نسيم وئيلي دي اېنټي مني لانډرنګ قانون سازي د اېف اے ټي اېف ضرورت دے۔ په يوه مركه كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال ده ووئيل د ??نانشل اېكشن ټاسك فورس وضعه كړې شوي معيار سره سمېدو له اېنټي مني لانډرنګ قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ وفاقي وزير زياته كړه چې دا وړاندېز سم نه دے چې د مني لانډرنګ معاملاتو كښې د ??ارنټ نه غېر ګرفتارۍ د اېف اے ټي اېف ضرورت نه دے۔ د ضابطه فوجداری تګلارې (سی آر پی سی) له مخې يو شمېر جرمونه داسې دي كومو كښې چې د وارنټ نه غېر ګرفتاري كېدې شي۔ او د ??ارنټ نه غېر ګرفتاري د ??انون خلاف ورزي نه وي۔ ده ووئيل اېف اے ټي اېف سره د اړوند دوه بلونو د ??ارلېمنټ شريكې غونډې ته د ??ړاندې ك??لو ام??ان دے۔ ډاكټر فروغ نسيم ووئيل ما په ايوان كښې په ښكاره توګه ددې سپيناوې كړې دې چې نېب د اے اېم اېل اے له مخې يوه تفتيشي ايجنسي پاتې شوې ده كومه چې 2010 كښې نافذ كړې شوې وه او موجوده حكومت دې سره هېڅ كار نه لرلو۔ ده زياته كړه چې نېب قانونونو كښې د بدلون دروازې پرانستې دي ولې ددې خبرې بايد خيال وساتلې شي چې د احستاب عمل و نه ځپلې شي