اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پی پی) وزیر اعظم وئيلي دي د هېواد زلمي د آئي ټي ??انګه كښې بې انتها صلاحيت لري۔ دې څانګې ته وده وركولو سره به نه يوازې زلمو ته د خپلو صلاحيتونو كارولو كښی مرسته ترلاسه شي او د ملازمتونو موقعې به پېدا شي بلكې دې ??ره به ملكي برآمداتو كښې اضافه هم ممكن شي۔ آئي ټي ??انګې ته وده وركول د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ د دې ??يالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان هېواد كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي ودې ??والې سره غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې شوې غونډه كښې د آئي ټي وزير سیّد امین الحق، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز، د صنعت وزير محمد حماد اظهر، صلاحكاران?? ډاكټر عبدالحفیظ شیخ، ډاکټر عشرت حسین، عبدالرزاق داؤد، خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل ٬ وفاقي سېكترانو ٬ د اېف بي آر چيئرمېن ٬ د سټېټ بېنك ګورنر او آئي ټي سېكټر سره تعلق لرونكو د بېلو كمپنيو نمائندګانو ګډون وكړو۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې وزيراعظم ته د آئي ټي سېكټر د هېواد معيشت كښې د كردار او دې څانګه كښې د ملكي برآمداتو او د څانګې ودې ??والې سره د پېښو ستونزو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ته ووئيلې شؤ چې مالي كال 2019-20ء كښې د آئي ټي سروسز په مد كښې برآمدات 1.23 ارب ډالر ریکارډ كړې شؤ۔ دې نه وړاندې 995 ملین ډالر وو۔ په دې لړ كښې 23.7 فیصده اضافه شوې ده۔ وزيراعظم ته ووئيل شؤ چې د وزارت لخوا د آئي ټي ??انګې حوالې سره راروانو درې كلونو له د 5 اربه ډالر برآمداتو هدف ټاكلے شوے دے۔ وزيراعظم ته ووئيل شؤ چې د ماركيټ ضرورتونه نظر كښې نيولو سره د ځوانانو آئي ټي حوالې سره د سكل ټرېننګ پروګرام اجراﺀ شوې ده۔ د ډیجی سکلز ټرېننګ پروګرام ترسېوري لاندې 12 لكه ځوانان تربيه كړې شوي دي۔ غونډه كښې د بېلو آئي ټي كمپنيو نمائندګانو د څانګې ودې له وړاندېزونه وركړل۔ غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د هېواد زلمي د آئي ټي ??انګه كښې بې انتها صلاحيت لري۔ دې څانګې ته وده وركولو سره به نه يوازې زلمو ته د خپلو صلاحيتونو كارولو كښی مرسته ترلاسه شي او د ملازمتونو موقعې به پېدا شي بلكې دې ??ره به ملكي برآمداتو كښې اضافه هم ممكن شي۔ آئي ټي ??انګې ته وده وركول د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم لويو ښارونو كښې د آئي ټي كلسټرز جوړولو تجويز سره اتفاق كولو سره اړوندو كسانو ته هدايت وكړو چې دې وړاندېز ته حتمي شكل وركړي