اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د سناتور فېصل جاوېد په مشرۍ كښې اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ د قائمه ??مېټۍ چيئرمېن غونډه د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې شوې۔ په غونډه كښې د اطلاعاتو سېكتر اکبر حسېن دراني ، پي آئي او شاهیرا شاهد پشمول د اړوند وزارت او ذيلي ادارو ??ارواكو هم ګډون وكړو۔ اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه ??مېټۍ امر وكړو چې میډیا ته د صنعت درجه وركولو لپاره دې ټولو شراكتدارو سره مشاورت زر سر ته ورسولې شي، میډیا ته د صنعت درجه ترلاسه كېدو نه پس به په ټېكس كښې د ريليف پشمول په هره كچه آسانۍ او مراعات ترلاسه كړې شي، د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې ميډيا ته د صنعت درجه و??كړ?? شوې ده٬ كمېټۍ په ايوان كښې د سناتور نعمان وزير حذف شوې الفاظ په خبر كښې په شائع كولو جنګ ميډيا ګروپ ته وضاحت لپاره آخري مهلت وركولو سره پېمرا ته امر كړې دې چې د سیاسی قیادت کردار کشي او د فېك نیوز پح??له تر اوسه د شوې كاروائۍ پح??له تفصيلي راپور راتلونكې غونډه كښې دې وړاندې كړې شي۔ په دې موقع ??کبر حسېن دراني كمېټۍ ته ووئيل چې په كال 1992 كښې ميډيا ته د صنعت درجه و??كړ?? شوه وه خو دې څانګې سره د تړون لرونكو كسانو دا موقف ٶ چې په كومو څانګو كښې ريليف پكار ٶ ھغه نه دې ترلاسه شوې۔ د سېنېټ د قائمه ??مېټۍ چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد په دې موقع ووئيل چې ميډيا ته د صنعت درجه ترلاسه كېدو نه پس به مالياتي ادارو ??خه د قرضې وركول او بهرني سرمايه كار به هم په دې څانګه كښې سرمايه كاري وكړې شي او په مجموعي توګه به ميډيا وده وكړي