اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) وزير مملكت او د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن عاطف بخاري وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان وژن ع??لي كولو لپاره اوسنې حكومت په هېواد كښې سرمايه كارې، جامع معاشي پرمختګ، د روزګار نويو موقعو پېدا كولو، صنعتي پرمختګ او د برآمدي پېداوار د اضافې پشان اهداف ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي. د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئي?? چې كاروبار دوست پالېسې جوړول زمونږ ذمه واري ده كومې به چې د ??ېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كارې په څانګه كښې مهم كردار تر??ره كړي. ده ووئي?? چې مونږ د آئي ټي صنعت، د كورونو او ودانيو، فوډ پراسننګ او كركيله، سېلګرې او د لاجسټك پشان څانګو ته وده وركولو ته خاص پام ګر??ول?? او د دې څانګو پرمختګ لپاره خاص اقدامات كولې شي. ده ووئي?? چې كووډ-19 يو لوي چېلنج و، كه دا وبا نه وه راغلې نو د ټولې نړۍ څخه لوي لوي سرمايه كار پاكستان ته راغلي وو. ده ووئي?? چې په وبا كښې د كمي نه پس د اروپا او امريكې لويې لويې كمپنې په پاكستان كښې په سرمايه كارې كولو كښې دلچسپي اخلي. ده ووئي?? چې د سرمايه كارې بورډ اقتصادي ځايونو ته د ټولو اسانيو وركولو او د مراعاتو وركولو عمل ګړندے كړے.