اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه م??مود قرېشي وئيلي دي د پاكستان پشمول ٬ ګرده نړۍ د بشري حقونو تنظيمونو له د اېمنسټي انټرنېسنل سره د هند رويې په ضد غږ پورته كول پكار دې٬ نن د هند اصل څېره بې نقابه شوې ۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل ??ند كښې د اقليتونو او په خاص توګه م??لمانانو سره چې كومه رويه ساتلې شوې په ھغې مونږ زياته اندېښنه لرو٬ هند چې څنګه په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو و ك??مي?? كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي ھغه يو المناك داستان دے كوم چې هند پټ ساتل غوښتل۔ده ووئېل اېمنيسټي انټرنېشنل چې كله د هند لخوا د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ منظر عام ته راورې نو ھغوي مجبور ??ړے شول چې په هند كښې خپلې دفترې بندې كړې٬ ځكه چې د هغوي اكاٶنټس منجمد ??ړے شوي٬ دغسې د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې د بشري حقونو تنظيمونو له اېمنسټي انټرنېسنل سره د هند رويې په ضد غږ پورته كول پكار دي ۔ ده ووئېل نن د هند اصل څېره بې نقابه شوې۔ شاه م??مود قرېشي ووئيل ??ه جمهوريت كښې اقليتونو سره ھغه ناروا سلوك نه كېږي كوم چې هند خپل هېواد كښې اقليتونو په خاص توګه م??لمانانو سره كوي