اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز او د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو صلاحكار شهزاد اكبر وئيلي دي د س??دھ وزيراعلٰي لخوا د حكومت ختمولو د دړكې د تور غندنه كوو ا?? دا تور مسترد كوو. شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال دوي ووئيل د يو سازش له مخې په سندھ كښې يوه لوبه پېل كړې شوې او د دې نېغ په نېغه ګټه زمونږ دښمن هېواد هندوستتان ته رسيږي . دوي ووئيل كه د س??دھ آئي جي تښتولے شوے ؤ نو تر اوسه د تعزيرات پاكستان له مخې مقدمه ولې نه ده درج كړې شوې، د س??دھ پوليس ټويټ له مخې د ضابطې تر مخه مقدمه درج او ګرفتاري شوې. دا دې ووئيلے شي چې د س??دھ پوليس د ضمانت جوګه جرم كښې د صفدر اعوان ګرفتاري ولې ضروري وګڼله ، دا د??وغ هم ووئيل شول چې بلاول وزيراعظم سره په رابطه نه كېدو آرمي چيف سره رابطه وكړه. دوي ووئېل مونږ ټولو ته معلومه ده چې تاسو په كوټه كښې دننه څه كوې او د كوټې نه بهر څنګه د جمهوريت چېمپئن جوړېږې . دوي ووئېل د س??اسي ټګانو ګوند ﴿ن﴾ ليګ په خپل دور كښې په ماډل ټاٶن كښې په بې ګناه مېرمنو ډزې كړې، د بېنظير عكسونه ئې د چورلكې نه راغورځولي، ﴿ن﴾ ليګ د داسې حركاتو خالق دے، دا خلق خپلې لږې ګټې لپاره ، د كرپشن مقدمو څخه او د روغتيا په نوم د تښتېدلي لېډر بچ كولو لپاره جمهوريت او پاكستان ??مز??رے كول غواړي.دوي ووئېل د دروغجنو آئي جي او سياسي ټګان دې په سټېج د پاكستاني اولس په وينه څښكلو، د ادارو تباه كولو او د ادارو ترمېنځه د ټكر په ناكامو هڅو د اولس څخه بخښنه وغواړي. نواز شريف د الطاف حسېن پارټ ټو كردار ترسره كوي. ??ړو??ي سياسي مقصد لپاره دې هېواد بدنام نه كړے شي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د س??دھ وزيراعلٰي مراد علي شاه د س??دھ په اسمبلۍ كښې د??وغ وئيلي ځكه چې دغه د دوي روايت دے. د??وغ او رياكاري د دوي د س??است ??ړو??بنې ستن ده. ده ووئيل د س??دھ وزيراعلٰي لخوا په يو وفاقي وزير تور لګولے شوے چې ده دړكه كرې وه چې كه اېف آئي آر درج نه كړے شو نو د س??دھ حكومت به پاتې نه شي. مونږ د دې بې بنسټه تور غندنه كوو ا?? دا تور مسترد كوو