اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د زيارت په ورځ خپل ازبك هم??نګ عبدالعزيز كميلوف سره ټېلي فوني تماس نيولے۔ د ټېلي فوني تماس په مهال ئې په دوه اړخيزه اړيكو او د سيمه ايز صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او ازبكستان ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت حجم زياتولو ته صلاح كړې۔ خارجه وزير ووئيل دواړه هېوادونه د ورورولۍ ژورې اړيكې لري او د دواړٶ هېوادونو مشران دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له عزم لري۔ مخدوم شاه محمود قرېشي د كرونا وباء په مهال په ازبكستان كښ?? د مېشته پاكست??ني??نو په خاص خيال ساتلو د ازبكستان خپل هم??نګ مننه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان او ازبكستان ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت د پرانست?? دور به ډېر زر په اسلام آباد كښ?? پېل شي۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او ازبكستان ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت زياتولو باندې هم اتفاق وكړو۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان د افغانستان پشمول منطقه كښ?? امن لپاره د روغې جوړه هلې ځلې جاري ساتلو لپاره عزم لري ۔ دواړو خارجه وزيراونو په مهمو دوه اړخيزه او سيمه ايزو چارو د مشاورت سلسله پرلې پسې جاري ساتلو ته هم اتفاق وكړو