اسلام آباد ، 25 اکتوبر (اے پی پی) د پارلم??ني چارو وزیر علي محمد خان وئیلي دي چې د پخو??ني وزیراعظم نواز شریف بیانيه د هېواد په ګټه نه ده۔ د ده د قومي ادارو په ضد د ناوړه بيانونو په موجودګۍ كښې پاكستان كوم بهرني دښمن ته اړتيا نه لري۔ نواز شریف انقلابي مشر نه دے ، هغه تل دروغ وئیلي دي. هغه بدعنوانۍ لپاره خپلواکي غواړي خو هغه ته به دداسې كولو اجازه ورنکړ?? شي. یو خصوصي تلویزیوني چېنل سره په خبرو کې هغه ووئیل چې نواز شریف محکوم مجرم دے او په ډېرو قضیو کښې تښتېدلے دے ، هغه باید بېرته هېواد ته راستون شي او په محکمو كښې د بدعنوانۍ خپلو مقدمو سره مخ شي۔ علي محمد خان ووئيل چې پاكستان ډېموکرېټک موومنټ (پی ډی اېم) د بدعنوانه عناصرو ډله ده۔ دوئي له به د قا??ي خزانې د پېسو په ناجائزه ??وګ?? د كارولو او د خپلو ناوړه كارونو په اړه قا??ون له ځواب وركول وي۔ هغه ووئيل ابوزيشن ګوندونه په بېلو ډلو كښې تقسيم شوي دي او دويئ به د اولسي غونډو نه څه هم ترلاسه نه كړ?? شي۔ وزیر مملکت ووئيل حكومت په هېڅ شان بدعنوانو ته اېن آر او نه وركوي۔ وزيراعظم به د پي ډي اېم لارښودو نه لوټ كړې شوې قومي رقم بېرته اخلي۔ هغه وويئل حكومت د اپوزيشن جلسو جلوسونو نه هېڅ خطر نه محسوسوي او حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔