اسلام آباد۔27 اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د هولوكاسټ په اړه د موادو خپرېدو مخنيوے كه كېدے شي نو ?? اسلام په ضد د سپكاوي په موادو بندېز هم لګېدے شي۔ د اسلامو فوبيا معامله به د او آئي سي په پلېټ فارم پورته كولے شي۔ د كشميري اولس ملاتړ به روان ساتو۔ پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د كشميري اولس ملاتړ روان ساتي۔ د نهې په ور?? د كشمير تورې ور??ې او د سپكاوي خاكو په حقله خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل مونږ د چا وطن سره په مينه شك نه كوؤ او نه چا ته د حب الوطنۍ سند جاري كوؤ۔ ولې ن?? چې يو څو ناپوهه سياستمدار كومه ژبه كاروي او كومه رياست مخالفه بيانيه د دوي د پلېټ فارم نه رامخې ته كېږي دې سره ملي ګټې ته زيان رسيږي ۔ دوي له به دا تګلاره بدلول وي۔ د دې خيالاتو او جذباتو څرګندونه ما پرون د قومي اسمبلۍ غونډه كښې كړې وه۔ ??غه ووئيل نن نه يوازې پاكستان بلكې ګرده نړۍ كښې د كشمير اولس د احتجاج ور?? لمانځي۔ په ننۍ ور?? كال 1947 كښې هند په ناجائزه او دھوكه په كشمير قبضه كړې وه كومه چې تر نن ور??ې دوام لري۔ خارجه وزير ووئيل د تېر كال 5 اګست هندي اقداماتو نه وروستو دا احتجاج لا زيات شوے ولې چې داسې قانونونه راوړلے شوي چې ورسره آبادياتي تناسب بدلول او مسلم اكثريت په اقليت بدلولے شي كوم چې د كشمير اولس په هېڅ ډول نه قبلوي۔ ??غه ووئيل فرانس كښې د سپكاوي خاكو په حقله د ټولې نړۍ مسلمانانو ??ره سره پاكستان كښې هم غم او غصه لرلې شي۔اوس سوال دا دے چې مونږ له به دا مسئله څنګه حل مول وي۔ پاكستان په دې اړه ټول ممكنه ګامونه پورته كړي ۔ ??غه ووئېل تر ټولو وړاندې مو د دې صورتحال نه نړۍ خبر كړې۔ وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو ??مومي اسمبلۍ 75 مه غونډه كښې د اسلاموفوبيا او كركې رامخې ته كوؤنكې بيانيې د زياتېدونكي رجحان ذكر كړے۔ دغسې وزیراعظم عمران خان د فېس بک چیف اېګزېکټو مارک زکربرک ته خط ليكلے كوم كښې چې ??غه څخه غوښتنه شوې چې په فېس بك داسې د كركې رامخې ته كوؤنكو او د سپكاوي مواد شائع نه كړے شي چې ورسره شدت خوښي او اشتعال زيات شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل كه د هولوكاسټ په حقله د موادو خپرېدو مخنيوې كېدے شي نو ?? اسلام په ضد د سپكاوي په موادو بندېز هم لګېدے شي۔ پرون په دې اړه سېنېټ ٬ قومي اسمبلۍ او د سندھ ٬ بلوچستان او خېبر پختونخوا په اسمبليو كښې قراردادونه منظور كړے شوي۔ زمونږ به هڅه وې چې د او آئي سي په پلېټ فارم د اسلاموفوبيا مسئله پورته كړے شي ۔ ده ووئېل د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې به په دې اړه يو متفقه قرارداد راوړلے شي۔ ??غه ووئيل مونږ د رائې د اظهار په ضد نه يؤ ولې په دې نامه د كركې او سپكاوي بيانيو د لارې تشدد له د خلقو راپارول په هېڅ صورت مناسب نه دي۔ د رائې آزادۍ سره د ټاكلے شوو حدونو ??يال ساتل زيات ضروري دي۔ ??غه ووئېل كه يو اړخ ته