اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې د احساس كفالت صارفين د بائيومېټرك په ادائيګې كښې د ګوتو د نشاناتو د تصديق ستونزې لري، د دوي مرستې لپاره د احساس لخوا وېب پورټل پرانستل شوے. په خپل وېډيو بيان كښې هغې ووئيل چې د احساس كفالت دوهم درې مياشتې قسط چلېږي. زمونږ ادائيګې كېږي او خوشحاله يو چې م??رمنې پېسې ترلاسه كوي ??و ځينې م??رمنې د بائيو مېټرك تصديق نه كېدو په وجه پېسې نه شي ترلاسه كولې. په دې لړ كښې د فيلډ سټاف مرستې لپاره يو اېپ جوړ كړے شوے. دا اېپ به په وټس اېپ ګروپ كښې راشي. دا اېپ دې ډاٶن لوډ كړے شي. چې په كوم ځائ كښې محسوس شي چې د مېرمنو بائيو مېټرك تصديق نه كېږي نو د دې اېپ د لارې دې د هغې م??رمن نوم، موبائل نمبر او شناختي كارډ نمبر مركزي دفتر ته وښودل شي چې دغسې دوي ته د متبادل طريقې د لارې ادائيګي وكړې شي.