اسلام آباد 11 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد ا??مد د جمعې په ورځ د داخله وزارت قلمدان سنبهال كړے۔ د پېنډۍ ضلعې فعاله سياست مدار شېخ رشيد ا??مد د طالب علمۍ څخه سياست پېل كړے او د نواز شريف په كابينه كښې په وړومبي ځل په كال 1991 كښې د صنعت وزير جوړ شوے ؤ او د كلتور وزارت هم ورسره ٶ۔ د نواز شريف په دوېم دور كښې هم شېخ رشيد ا??مد ته د لوبو كلتور٬ سېلګرۍ ٬ د ځوانانو چارو د محنت او افراي قوت او د سمندر پورې پاكستانيانو قلمدان سپارلے شوے ؤ ۔ په كال 2002 كښې د وزيراعظم جمالي په دور كښې د ا????اع??ت وزير جوړ كړے شوے ٶ دغسې د شوکت عزيز په کابينه كښې هم د رېلوے او اط??اع??ت وزير پاتې ??وے۔ وزيراعظم عمران خان شېخ رشيد ا??مد د پاكستان تحريك انصاف حكومت جوړېدو سره په كال 2018 كښې د رېلوے وزير جوړ كړے ٶ او د جمعې په ورځ ئې ورته د داخله وزارت قلمدان وسپارلو۔ شېخ رشيد ا??مد د خپلو سياسي هلو ځلو پحقله په هر دور كښې ځا??ګړے مقام لري۔ شېخ رشيد ا??مد په ټي وي ټاك شوز كښې د ټولو خوښ شخصيت دے او د ده د خبرو انداز او تبصرې او تجريزې ډېر په غور او توجه سره اورېدلې كېږي۔