اسلام آباد 16فروري (اے پی پی) د سائنس او ټیکنالوجۍ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي پاکستان حلال اتھارټی (پی ایچ اے) لپاره سلاټر هاؤسز ته آسانيو وركولو لپاره چمتو دے۔ د نهې په ورځ وړومبي سلاټر هاؤس کنفرنس ته خطاب کښې ده ووئيل وزارت د حلال څيزونو برآمدات ??و تجارت زياتولو له پاکستان حلال اتھارټی (پی ایچ اے) جوړه كړې ځكه چې پروسیسډ میټ سیکټر يوه مهمه څانګه ده۔ ده ووئيل بايد پی ایچ اے د ځناورو په ویکسین او د ځناورو په خوراك كار وكړي دا د ښه موقعې لري او غټ كاروبار دے۔ پی ایچ اے له کاروباری موقعې لټولو لپاره سر??ار?? او نجی مرستې ته اړټيا ده۔ده ووئيل بايد مونږ چین او د خلیج كواپرېشن كونسل هېوادونو سره هم تجارت خپل هدف وګرځوو چرته چې د غوښې د برآمدات ??لاحیت شته۔ ډائریکټر جنرل پاکستان حلال اتھارټی اختر اے بوګھیو ووئيل نړيواله منډۍ كښ?? د حلال تجارت مالیت يو كهرب ډالره دے۔ زیاتره غیر مسلمه هېوادونه حلال تجارت كښ?? په زړه پورې كردار لري۔ پاکستان يو اسلامي هېواد دے بيا هم په دومره لوي ماركيټ كښ?? څه خاص مقام نه لري