پېښور 01 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي چې ټولې اړوند ادارې د سېنېټ ټاكنو كښې د اسمبلۍ غړو خرڅولو او اخستلو په اړه په روانو هڅو نظر ساتلو له متحرك دي او څوك چې هم پھ ټاكنو كښې د بدعنوانۍ سهارا اخلي يا د بدعنوانۍ هڅو ښكاريږي د هغو په ضد به د قانون له مخې کارروائي كيږي۔ د ګل په ورځ پېښور كښې د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د اطلاعاتو خاص مرستيال کامران بنګش سره خبرې کنفرنس ته وينا كښې سېنېټر شبلي فراز وو??يل د سېنېټ ټاكنو په اړه صدارتي ريفرنس په حقله د سپريم کورټ رائې تاريخي اهميت لري او د دې رائې څخه معلوميږي چې د سېنېټ ټاكني به د آئين آرټيکل 226 ترمخه كيږي، خو سپريم کورټ اليکشن کمېشن ته د سېنېټ ټاكنو شفافيت باوري كولو له ټيکنالوجي استعمال او نورو وسائلو كارولو سپارښتنه كړې۔ ده وو??يل سپريم کورټ وئيلي دي چې”سيکريسي آف بيلټ “دائمي نه وي ‘ لهٰذا اوس دا د اليکشن کمېشن ذمه واري ده چې څه ډول دا باوري كوي چې د بيلټ پيپرز سيکريسي دائمي پاتې نه شي۔ ده وو??يل د پي ټي آئي دا نظريه ده چې هېواد كښې په دې اړه شفافيت او د ميرټ سرلوړي باوري كړي او کرپشن فري سوسائټي جوړولو پلو مخ په وړاندي لاړ شي دغسې حكوم?? دا مهال هېواد كښې د دوه نظريو جنګ كوي ‘ يوه نظريه د پي ټي آئي ده كوم سره چې هغوي يو پلو ولاړ په نظر راځي او دويمه نظريه د اپوزيشن ده كومه چې ”سټيټس کو “غواړي او د ضمير اخستلو په سياست باور لري ٬ دې نظريې سره اپوزيشن بل پلو په نظر ولاړ ښكاري۔ ده وو??يل د دې نظريې ترمخه اسلام آباد څخه سېنېټ په چوكۍ اپوزيشن خپل كانديد ودرولې او اپوزيشن هڅه كوي چې لم??رګ??م كښې كمي باوجود د ميرټ قتل عام وكړي ۔ سېنېټر شبلي فراز وو??يل د اپوزيشن كانديد په مقابله كښې د اسلام آباد چوكۍ لپاره حکومتي كانديد حفيظ شيخ ايماندار او قابل انسان دے او هغه به کاميابيږي۔ ده وو??يل د عامو ټاكنو په شان سېنېټ ټاكنو كښې به ووټرز شخصيات له نه بلكه د عمران خان نظريې له ووټ وركوي او عمران خان د اړخه ودرولې شوي كانديد به کاميابيږي۔ ده وو??يل مونږ د سېنېټ په ټاكنو كښې د روپو استعمال او په بدعنوانۍ اډانه حربو لارې مخنيوي غواړو ځكه چې څوك چې د روپو په طاقت راشي هغه د اولسي ګټو لپاره قانون سازي نه شي كولې او عمر له خپلو ګټو له كار كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل څنګه چې پي ډي اېم د خپل اعلان شوي نور پروګرامز څخه په شا كيږي دغسې به د لانګ مارچ څخه هم په شا شي۔