اسلام آباد09 مارچ(اے پی پی)د رېلوے وفاقي پارليماني سېكرټري ميا فرخ حبيب وئېلي دي د سېنېټ چيئرمېن ټاكنې به پي ټ?? آئي ګټي٬د پي ټ?? آئي كانديد محمد صادق سنجراني په لويه شمېره د سېنېټرانو ملاتړ لري۔د نهې په ورځ نجي ټ?? وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل پي ټ?? آئي د پاكستان الېكشن كمېشن كښې درخواست دائر كړے چې د وېډيو په سكينډل د كاروائۍ تر مكمل كېدو د يوسف رضا ګېلاني د كاميابۍ نوټيفيكېشن ايسار كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پي ډي اېم د لانګ مارچ د اعلان څخه حكومت يره نه لري٬اولس به د كرپټ مشرانو ملاتړ ونه كړي۔ده ووئيل حكومت د اپوزېشن ګوندونو ته په ټول هېواد كښې د سوله ايزو لا??يونونو كولو د اجازې وركولو پريكړه كړې٬د اپوزېشن تحريك د اولس خېرښېګړی لپاره نه بلكې د سياسي اشرافيه ذاتي ګټې لپاره دے۔وزيراعظم عمران خان به په ټاكنو كښې سپيځلتي?? راوستلو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔