اسلام آباد۔17مارچ(اے پی پی) خا??جه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي په پي ډي اېم كښې داخلي انتشار ر??مخ?? ته شوے۔ پيپلز پارټي به كله هم د سندھ حكومت قرباني و??نه كړي۔ د شورؤ په ورځ د پي ډي اېم په حقله خپل بيان كښې خا??جه وزير ووئيل ما ټول عمري دا وئيلي چې پي ډي اېم يو غېر فطري اتحاد دے۔ د دوي سوچ او منشور يو نه دے بس خپل مفادات له يو شوي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې دوي په يو بل شك كوي ٬ نن د دوي داخلي انتشار ر??مخ?? ته شوے۔ خا??جه وزير ووئيل تېره ورځ آصف علي زرداري استعفاګانو لپاره د نواز شريف راتګ شرط ګرځولے كوم چې مريم نواز مسترد كړو۔ هغه ووئيل ما د اول نه وئيلي چې پیپلز پارټی به چرې هم استعفا و??نه كړي۔ د سندھ حكومت نه به كله تېر نه شي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د پي ډي اېم اتحاد د نېب نه ځان بچ كولو لپاره دے۔ پیپلز پارټي او ن ليګ دواړو د خپل مفاد لپاره يو بل كارولو دغسې چې د مقصد ترسره كېدو نه پس لارې جدا كړې شي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل دغه ګوندونه د خپل ځان ساتنې لپاره پي ډي اېم كښې پاتې شوې وو۔ د دوي پخپلو كښې د اختلاف له امله مولانا فضل الرحمن خفه شوے او لانګ مارچ ئې منسوخ كړو۔