اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله د پنجاب نه پس په خېبر پښتونخوا كښې تر ټولو زيات مرګونه شوي دي. د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد ك??ې د كورونا په وبا كښې 57 كسان په حق رسېدلي دي چې پكښې 20 كسان په وېنټي لېټرو وو. د اېن سي او سي له مخې په هېواد ك??ې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 4767 كېسونه رپورټ ش??ي دي. په هېواد ك??ې د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 5 لكه 95 زره 929 ده. په بلوچستان، ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته. په هېواد ك??ې 388 رنځوران په وېنټي لېټر دي. په هېواد ك??ې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 44 زره 447 ده. د ځپليو ټوله شمېره 6 لكه 54 زره 591 ده. په هېواد ك??ې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 14 زره 215 ته رسېدلې. تر اوسه په هېواد ك??ې د يو كروړ 6 لكه 726 كسانو د كورونا ټېسټونه شوي دي. په 631 روغتونونو كښې 631 رنځوران تر معالجه لاندې دي.