اسلام آباد 12اپريل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د مردان صوابي سړك او د لارنس پور تربيلا سړك د روان كال د پيشرفت په ??ړه د جاج اخستو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د پښتونخواه هائي وے اتھارټي مينيجنګ ډائريکټر (پي کے ايچ اے) امر دراني، ډائريکټر کنسټرکشن پي کے ايچ اے اعجاز خان، پروجيکټ ډائريکټر پښتونخواه پراوونشل روډ امپروومنټ پروجيکټ محمد طارق او د پي کے ايچ اے نورو نمائندګانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې سپيكر اسد قيصر ته د مردان-صوابي سړك بائي پاس او انډرپاس روان كار په ??ړه پيشرفت په ??ړه ووئېل شو۔ اسپيکر ووئيل د مواصلات ذريعو ??و تنظيمي ډھانچې تعمير د هېواد پرمختګ كښې بنيادي کردار ترسره كوي۔ده ووئيل د مواصلات ذريعې زياتولو سره نه يواځي صنعت او تجارت ته وده ترلاسه كيږي بلکه اولس ته د مزل ښې آسانۍ هم ترلاسه كيږي ۔ اسپيکر ته د لارنس پور تربيلا سړك بحالۍ او اپګريډيشن په ??ړه هم پريفنګ وركړے شو۔ دغسې اسپيکر اسد قيصر اړ??ندو چارواكو ته د لارنس پور تربيلا سړك روان كار زر تر زره د بشپړولو سپارښتنه وكړه