اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په درې ورځنۍ دوره د خالي په ورځ متحده عرب امارات ته ورسېد۔ په دبئی انټرنېشنل ایئرپورټ د اماراتي خارجه وزارت سينئر چارواكو او يو اے اي كښې د پاكستان سفير افضال محمود خارجه وزير ته هركلے ووے۔ خارجه وزير به د خپلې ??ورې په مهال د متحده عرب امارات خارجه وزير شېخ عبد الله بن زايد النهيان په شمول اعلی اماراتي ??شرتابه سره ملاقاتونه كوي۔ په دې ملاقاتونو كښې به په دوه اړخيزه اړيكو او په ګڼو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په شمول د شريكې خوښې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كولې ??ي۔