اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د حضرت محمد (ص) په شان كښې ګستاخي كوؤنكي اروپائي وګړي دې مسلمانانو نه معافي وغواړي۔ د نبي پاك علېه السلام پ?? شان كښې د ګستاخي كوؤنكو په ضد دې هغه معيار خپل كړے شي كوم چې د هولوكا??ټ په ضد په تبصره كولو خپلولے شي۔ د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې هغه ووئيل زه دا خبره ټولو ته پ?? ډاګه كول غواړم چې زمونږ حك??مت د تحريك لبېك پاكستان په ضد د ترهګرۍ قانون له مخې هله كاروائي وكړه كله چې هغوي د رياست عملداري چېلنج كړه او فساد كولو سره ئې په اولس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو برېدونه وكړل۔ هغه ووئيل څوك هم د قانون نه پ??رته كېدے نه شي۔ وزیراعظم ووئيل د ښي اړخ انتها خوښي سياستمدارو په شمول د لوئيديز هغه طبقه كومه چې آزادۍ سره د رائې څرګندونې په بانه پ?? قصد سره دا ډول فسادونو ته هوا وركوي٬ هغوي د اخلاقي احساس او حوصلې نه محروم دي چې په دې آزار د 1.3 اربه مسلمانانو نه معافي وغواړي۔ هغه ووئيل مونږ د انتها خوښو نه دا كلكه غوښتنه كوؤ چې هغوي دې معافي وغواړي۔ هغه ووئيل د لوئيديزو حك??متونو نه هم زه دا غوښتنه كوم چې هغوي دې د رسول پاك (ص) په شان مبارك كښې د ګستاخۍ كولو د لارې په قصد سره د مسلمانانو په ضد كركې ته وده وركولو كښې د ككړو عناصرو مخنيوي له هغه معيار نظر كښې ونيسي كوم چې هغه د هولوكا??ټ په ضد د هر ډول منفي خبرو غېر قانوني ګرځولو له جوړ كړے دے۔