اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د كورونا وائرس چېلنجونو مخ نيوي لپاره ټول ملكي ائير لائنز سره مرستې كولو ته چمتو يو. ده دا خبرې د جمعې په ورځ په خپله مشرې كښې د يوې مهمې غونډې په مهال وكړې. په غونډه كښې د پاكستاني ايئرلائنز پي ??ئي اے، ائير ب??يو، ائير سيال او د سېرين ايئر چيف اېګزېك??و افسرانو او استازو ګډون ??كړو. په غونډه كښې د ملكي ائير لائنز د نړيوال آپرېشنز په ښه كولو غور وكړے شو. وفاقي وزير د ټولو استازو څخه بهترې لپاره تجويزونه طلب كړل. ده ووئيل د هېواد ائير لائن كمپنو سره په ګډه به لائحه عمل جوړولې شي چې له مخې به ئې خپل ملكي ائير لائنز ته وده وركولې شي. وفاقي وزير د غونډې ګډون ??وونكو ته باور وركړو چې د كورونا وائرس د چېلنجونو مخ نيوي لپاره ټول ملكي ائير لائنز سره مرستې كولو ته چمتو يو