لیه 26 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال شهباز ګل وئيلي دي حکومت د جنوبي پنجاب پر??ختګ لپاره عملی اقدامات كوي ، د پنجاب اولس ته به انصاف صحت ک??رډ وركولې شي، صحت ک??رډ به د فرق نه غير ټولو وګړو له وركولې شي، تيرو حکومتونو دا سيمه نظر انداز کړې او اولس ته ئې يواځي خوبونه ښودلي،زمونږ لارښود زيرك ، خواري كښ او د هېواد او قام سره و??ادار دے او د غريبانو دړډ او احساس لري ٬ هغه د ټولني غريبو وګړو لپاره پناہ ګاهونه او لنګر خانې جوړي كړي۔ د شهباز شریف د پنجاب سپیډ نه د كرپشن سپيډ ثابت شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده و??ئيل په تير وخت كښې لیه او جنوبي پنجاب كښې بس سياست شوے، دلته يواځي خوبونه ښودلې شو??، اپوزیشن لارښودو جنوبی پنجاب سره يواځي د همدردۍ څرګندونه كړې او په خپل دور كښې ئې اولس لپاره په عملي توګه څه نه دي كړي۔ د دې سيمي لپاره به يواځي 35 فیصده بجټ بيليدلو او او چې كله به خرڅ كړے كيدو نو 15 نه تر 17 فیصده به ختم شوے ؤ۔ده و??ئيل په تير وخت كښې په آخري 7 كلونو كښې د جنوبی پنجاب 265 اربه روپۍ كوم چې د دې ځاے حق ؤ هغه بل ځاے ته منتقل كړے شو۔ده و??ئيل پیپلز پارټۍ او پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني لیه له 1.6اربه روپۍ وركړي،دې نه پس پخواني وزیراعلیٰ چا چې به ځان ته خادم پنجاب وئيلو هغه د پر??ختګ په ځاے د کرپشن سپیډ ګړندے كړے ؤ۔ ده و??ئېل شهباز شریف به لوي لوي خبري كولې نور ئې څه نه دي كړي۔ده و??ئيل آخري 5 كلونو كښې لیه لپاره 1.7 اربه روپۍ وركړې شو?? او وئيلي شي چې لوي كار شوے ۔په حقیقت كښې پخوانو حکومتونو د جنوبی پنجاب پر??ختګ بس خوبونه ښودلې وو۔ده و??ئيل موجودہ حکومت كښې عملی اقدامات كيږي۔د لوي څښتن شكر دے چې وزیراعظم عمران خان د لیه لپاره دوه لوئې پر??ژې اعلان كړي