اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په بلوچستان ك??ې د ترهګرې د بريدونو سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې د ترهګرو په ضد جنګ به روان وي، د بلوچستان ام?? او پرمختګ به بربادولو ته ورنه كړے شي. د نهې په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم په بلوچستان ك??ې د ترهګرو د بريدونو سخته غندنه وكړه په كومو كښې چې 4 ځوانان شهيدا?? او 8 ژوبل شوي دي. وزيراعظم ووئيل چې هغه د شهيدانو كورنيو سره غمرازي كوي، د ده دعاګانې او همدردۍ دوي سره دي. وزيراعظم ووئيل چې د ترهګرو په ضد جنګ به روان وي، د بلوچستان ام?? او پرمختګ به بربادولو ته ورنه كړے شي. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې په كوئټه او تربت ك??ې د اېف سي په ډلو بريدونه شوي دي. ترهګرو په پير اسماعيل زيارت ك??ې د اېف سي پوسته په نښه كړې. د اېف سي او ترهګرو ترمېنځه د ډزو تبادله وشوه چې پك??ې د 4 نه تر 5 ترهګر مړه او 7 ، 8 ژوبل شوي. د اېف سي 4 ځوانان شهيدا?? او 6 ژوبل شوي دي. په دوهمه پېښه كښې ترهګرو په تربت ك??ې د اېف سي ګاډې چاودېدونكو توكو سره په نښه كړې چې پك??ې د اېف سي دوه ځوانان ژوبل شوي دي