اسلام آباد۔28جون (اے پی پی) د د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پا??ست??ن كښې 250 ملكي٬ 43 نړيوالې چېنلې پخ خپلواكۍ سره كار كوي۔ بايد د پا??ست??ن په ګټه د حكومت او اپوزيشن صلاح يوه شي۔ مونږ به خپلې ادارې قوي كوو۔ پخوا د اطلاعات وزارت ذېلي ادارو ته په سياسي بنيادونو د بھرتيانو د لاسه زيان رسولے شوے۔ پيټي وي، اے پی پی او رېډيو پا??ست??ن تر اګست مياشتې په نوؤ بنيادونو اودروؤ۔ مونږ پي ټي وي د واكمن ګوند نه بلكې د رياست وياند جوړ كړے۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د كمي په تحريكونو بحث راغونډولو كښې ووئيل زه د غړو مننه كوم كومو چې دا مهمې چارې رامخې ته كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د اېکسټرنل پبلیسټی ونګ خبره شوې۔ دا خبره سمه ده چې د ونګ كاركردګي يوه سواليه نشان ده خو دا به كتل وي چې د دې سبب څه دے۔ هغه ووئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كړے ما د دې ونګ نه پوښتنه كړې چې آيا لوئيديز كښې زمونږ د بيانيې په حقله كوم كتاب ليكلے شوے ۔ په نړيواله كچه كوم داسې فلم جوړ كړے شوے كوم كښې چې زمونږ نكته نظر په ډاګه كړے شوے۔ د دې ځواب په نفي كښې ؤ۔ دې نه ځانله په نړيوالو ورځپاڼو كښې او په نړيواله ميډيا كښې د پا??ست??ن بيانيې تشهير پ??قله بيان هم نفي ؤ۔ هغه ووئيل د دې يو سبب دا هم دے چې د پا??ست??ن د اېکسټرنل پبلسټی ونګ كلن بجټ 4 نيم كروړه روپۍ او د ددغې په مقابل كښې د هندوستان بجټ 21کروړه روپۍ دے۔ هغه ووئيل په دې ورستيو كښې چې كوم انفولېب نيولې شوې وو هغې سره سره 845 نه زياتو جعلي وېب سائټس د پا??ست??ن په ضد پرله پسې پروپېګنډه كوله۔ نړيوالې ميډيا ته د پا??ست??ن په اړه بې بنسټه خبرونه وركولې شول۔ د كشميري اولس د خپلواكۍ حق له روان تحريك ته ګوته نيولې شوه۔ بلوچستان كښې سب نېشنل ازم ته وده وركولې شوه۔ دې نه ځانله د تحريك لبېك پا??ست??ن احتجاج په مهال د اله آباد نه 3 لكه ټويټس وكړے شول۔ د دې نه اندازه كېدې شي چې د پا??ست??ن په ضد كوم ډول جنګ كېږي۔ هغه ووئيل زه دې خبره سره اتفاق لرم چې په اوسني دور كښې ” وار آف اوپنین ” دے۔ دا اصل جنګ دے او دا د پا??ست??ن جنګ دے۔ هغه ووئيل بله خبره دا ده چې مونږ دې حالت ته څنګه راغلو۔ تېرو حكومتونو د اطلاعاتاو خپرونو وزارت كښی خپل كاركنان بھرتي كړي۔ په لس كاله كښې په پي ټي وي كښی 2200 كسان بھرتي كړی شوي۔ د دوئي د تنخاګانو بجټ 32 كروړه روپۍ دے۔ په دوئي كښې 5 فيصده هم كار كوؤنكي نه دي۔ دغسې د اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان ادارہ هم په شا تلې۔ هغه ووئيل مونږ لپاره دا آسانه ده چې د خپلې خپلې حلقې د يو يو پولنګ سټېشن نه لس لس كسان ادارو كښې بھرتي كړؤ او بيا الېكشن كښی كاميابي ترلاسه كړؤ۔ ده ووئېل رېلوے او سټيل ملز ته زيات زيان رسولے شوے۔ مونږ ته دا ادارې ويجاړې پاتې شوې دي۔ وزيراعظم عمران خان به هره يوه اداره په نوو بنيادونو اودروي۔ مونږ له به دا ادارې مضبوطول وي۔ هغه ووئيل د اګست په اولنۍ اونۍ كښې به پا??ست??ن ټېلي ويژن اېچ ډي كړے شي۔ خلق به په اولني ځل دا په اېچ ډي كتلے شي۔ اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی)به د اېف پي او رائټرز په ډول ډیجیټل میډیا نېټ ورک جوړوؤ۔ دا به تر اګست مياشتې د نړيوال معيار سره سمولو له ګامونه پورته كولې شي۔ده ووئېل رېډيو پا??ست??ن هم په بشپړه توګه ډیجیټلائز کوؤ۔ نوې پروګرامونه به اګست كښې پیل كولې شي۔ هغه ووئيل دلته د خبريالانو د تحفظ خبره شوې۔ هغه ووئيل په خبريالانو تر ټولو زيات بريدونه د پي پي پي په دور كښې شوي۔ په دغه دور كښې په ټولو 39 بريدونو كښی 32 خبريالان وژلي شوي۔ د پا??ست??ن مسلم ليګ (ن) په دور كښې په 18 بريدونو كښی 14 خبريالان مړه شوي او زمونږ په دور كښې 8 بريدونه شوي كومو كښې چې د 2 نه بغېر د نورو ټولو بريدونو پلټنې شوي او تورن نيولي شوي۔ هغه ووئيل د كومو دوو پیښو تورن چې نيولې شوي نه دي هغه بريدونه په نوشهرہ فېروز او سکھر كښې شوي كومو كښی چې عزیز او اجے للوانی وژلي شوي۔ دا د سندھ حكومت ذمه واري ده چې هغه د دوئي وژونكي اوښائي۔ نړيواله ميډيا چې كله مونږ نه په دې اړه پوښتنه كوي نو مونږ د سندھ په كاركردګۍ شرمنده كېږو۔ هغه ووئيل د پي ډي اېم اے آرډيننس په ضد د مسلم ليګ (ن) وياند بشپړ كمپائن وچلولو وروستو معلومه شوه چې د آرډيننس په حقله خبر جعلي ؤ۔ كوم داسې آرډيننس جاري شوے نه دے۔ دغه وخت د مسلم ليګ ن وياند بايد د پي ټي آئي حكومت نه بخښنه غوښتې وه۔ هغه ووئيل هند كښې درې څلور ځايه په دغسې جعلي خبرونو ټويټس جوړولې شي كوم چې د افغانستان نه خپرولې شي او دلته زمونږ نادان ملګريپه ناپوهۍ سره دغه ټويټس وړاندې خپروي۔ده ووئېل اوس زمونږ ډېر خوږ دوست خبره كوله چې د پي ټي اېم په نريټيو خبره نه كېږي تاسو ته د رياستي مېډيا څه ضرورت دے كله چې ټوله نړيواله مېډيا س??اسو سره اودېرېږي ۔ماته تاسو اووائې چې سوئس لندن ته يوه پروفيسره ماشاﺀ الله د دې ځاې نه تللې د كومې چې هېڅ تعلق نشته د خېبرپښتونخوا س??ه٬ځكه چې د خېبرپښتونخوا د رواياتو امين خو زمونږ سره ناست دے ۔ده ووئېل د خېبرپښتونخوا زړونه چې د چا س??ه درزېږي٬هغوي زمونږ سره دي٬هغه هلته څه كوي٬ په لندن كښې د پا??ست??ن د سفارت خانې په وړاندې مظاهرې كوي٬په هغو كښې كوم پښتون نه وي او نه په هغې كښې د خېبرپښتونخوا كوم كس شامل وي خو د هغوي ليك٬د هغوي خبرو اترو له د لندن په ټاپ مېډيا كښې ځاے وركولے شي٬ستاسو څه خيال دے چې د لندن ورځپاڼې او مېډيا دا كار وړيا كوي ٬ده پوښتنه وكړه ستاسو څه خيال دے چې د افغانستان نه د پا??ست??ن په ضد كوم تحريك پېدا كېږي دا وړيا كېږي يا د امريكې په ورځپاڼو كښې چې كله د پا??ست??ن د ځينې خلقو د رائے د آظهار د آزادۍ په اړه مضمونونه چاپ كېږي آيا دا وړيا چاپ كېږي۔نه جناب سپيكر د هر يو ټكي قيمتوركړے كېږي څوك يې وركوي دا تاسو ته هم معلومه ده او مونږ ته هم معلومه ده ۔ده ووئېل مونږ ته د رائے د اظهار د آزادۍ بهاشن مه راكوې ٬ مونږ ته معلومه ده چې په پا??ست??ن كښې دا وخت د 250 نه زياتې زمونږ خپلې چينلې موجود دي او د 43 نه زياتې غېر ملكي چينلې دي٬دا ټولې په خپلواكۍ سره دلته كار كوي۔ ده ووئېل زمونږ په حكومت كښې او په اپوزېشن كښې دننه داسې يو اتحاد پكار دے په هغه مسائلو د كومو تعلق چې د پا??ست??ن د ګټې سره وي٬ بايد مونږ د خپلې لږې لږې سياسي ګټې لپاره د نړيوال اسټېبلشمنټ په لاسوكښې استعمال نه شو ٬ بايد مونږ د خپلو وړو وړو مفاداتو لپاره د خپلو دښمنانو په لاسونو كښې ونه لوبېږو۔ هغه ووئيل د عمران خان په مشرۍ كښې به پا??ست??ن مخ په وړاندې بوځو او د اطلاعات وزارت به داسې جوړوو چې دا به د پا??ست??ن بيانيه وړاندې كوي۔ هغه ووئيل د خبريالان د تحفظ د بل خبره شوې ٬مونږ د پا??ست??ن خبريالانو ته هغه آسانۍ وركول غواړؤ د كومو چې پا??ست??ن كښی مثال نشته۔ مونږ خپل خبريالان د كامياب جوان پروګرام برخه ګرځولي ۔ مونږ دوي د وزيراعظم د هاؤسنګ منصوبې برخه جوړوو۔ دې نه وړاندې د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړی مريم اورنګزېب ووئيل 121 پروډیوسر كار كوي۔ په يو كال كښې ئې يو پروډكشن هم نه دے راغلے۔ د پی ټی وی پاکستان فلم و کلچر پ??لېسی لپاره فنډز نه دے بېل كړے شوے۔ پا??ست??ن كه د خپل پا??ست??نيت روح نړۍ ته ښودل غواړي نو دې لپاره به دې مد كښې فنډز اېښودل وي۔ د پیپلز پارټۍ غړې شازیه مری ، روزینه خورشید عالم، عبدالاکبر چترالی، ناز بلوچ، شاهدہ اختر علی، آغا رفیع اللہ او محسن داوړد كمي په تحريكونو بحث كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت تر سېوري لاندې ادارو په كاركردګۍ ټكونه وكړل