اسلام آباد۔06جولائی(اے پی پی)د کاناډا په کیلګري سیمه كښې د اورلګېدو له امله د سوحېدونكو 7 پاکستانیانو د جنازې مونځ ادا كړے شو۔ د جنازې انتظام د كېلګري ښار جامع مسجد كښې وكړے شو ٬ په كومه كښې چې ګڼ شمېر ځائي مسلمانانو او د پاكستانۍ كميونټي غړو ګډون وكړو۔ د کاناډا د پاکس??ان ھائي كمېشن لخوا د ترلاسه شوي پرېس ريليز له مخې كاناډا كښې د پاكس??ان هائي كمشنر رضا بشي?? تارړ په هدايت قونصل جنرل آف پاكس??ان وېنكوور جانباز خان د جنازې مونځ كښې ګډون وكړو او د وزيراعظم عمران خان ٬ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د پاكس??ان ??كو??ت او اولس لخوا ئې د غمجنې كورنۍ مشر امجد كمال او نورو سره غمرازي ښكاره كړه۔ دا خبره بايد ياده وي د اور لګ??دن?? پېښه تېره جمعه چېسټر شیئر ښار كښې د پاكستاني وګړي امجد كمال كور كښې رامخې ته شوې وه كومه كښې چې هغه د خپلې كورودانې او پنځه ماشومانو سره اوسېدو۔ د تېر زيارت په ورځ د كاناډا ورځې په دستورو كښې ګډون كولو له د امجد كمال ورور اسد كمال كوم چې ټورنټو كښې پاتې كېدو د خپلو درېو بچو سره ورور كره راغلے ؤ۔ دواړو كورونيو د شپې باربي كيو وكړو او اوده شول۔ د اور لګېدو پیښه د جمعې په سهار نزدې دوه نيمې بجې رامخې ته شوه۔ امجد کمال خپل دوه ماشومان او د خپل ورور دوه ماشومانې بچ كړې بياهم د امجد كمال كورودانۍ او اسد كمال كورودانې او د دواړو كورنيو 4 ماشومان په دې ناڅاپي پېښه كښې په حق رسېدل۔ تر دې دمه د دې پېښې سبب معلوم شوے نه دے۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو د پاكس??ان سفير رضا بشي?? تارړ په هدايت وېنكوور كښې پاكستاني قونصل جنرل جانباز خان ځپلې كورنۍ سره تماس ونيولو او هغوي ته ئې د پاكس??ان ??كو??ت لخوا د ټولې ممكنه مرستې باور وركړو۔ دې نه ځانله د پاكس??ان هائي كمېشن په درخواست د پاکس??ان کېنېډا اېسوسی ایشن کېلګری عهدېداران هم ځپلې كورنۍ سره پرله پسې ??ه تماس كښې پاتې شول او هغوي سره ئې هر ډول مرسته وكړه۔