اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير شبلي فراز وئ??لي دي چې د مسلم ليګ ن لارښوده مريم اورنګزېب نه پوهېږي چې د چا ب??ان??ه مخ په وړاندې بوځي، هغه نه پوهېږي چې د مريم نواز ب??ان??ه مخ په وړاندې بوځي ، د شهباز شريف يا د شا??د خاقان، مريم اورنګزېب كنفيوژن سره مخ ده او داسې ب??ان??نه وركوي كوم چې حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري.د مريم نواز په بيان په خپل غبرګون كښې وفاقي وزير ووئيل چې كوم كرپشن شوے، د هغې حساب به وركول وي، د پاكستان اولس ته معلومه شوې چې دوي په خپل دور كښې څه كړي دي. ده ووئيل چې د پاكستان اولس ته معلومه ده چې د دې مشرانو كوم كوم جائيدادونه جوړ كړي دي، كه دوي د قانون نه تښتېدلي دي يا په ضمانت دي نو د دې دا مطلب نه دے چې دوي ايماندار دي. چا ??ې د كرپشن په وجه د پاكستان ادارو ته زيان رسولے، هغوي ته به ??واب وركول وي. ده ووئيل چې په پي ډي اېم كښې يو بل سره د تللو هڅه د دوي لږ وخت لپاره وه، دوي چې كله يو بل استعمال نه كړے شول نو د تېر وخت طريقې ته راغلل. ده ووئيل چې دوي په خپلو كښې لاس او ګرېوان دي او يو بل څرګندوي. څوك د پښو نيولو خبره كوي څوك د خپل حساب وركولو خبره كوي. دوي به په خپلو كښې اخته وي۔ ده ووئيل چې د تېرو دوه لسيزو څخه په آزاد كشمير كښې د دوي حكومتونه وو. دوي چې څه كړي دي، هغه ټولو ته معلوم دي. د آزاد كشمير اولس دوي پېژندلي دي. ده ووئيل چې د آزاد كشمير اولس به تحريك انصاف ته مكمل مېنډېټ وركوي.