اسلام آباد۔9 جولائی(اے پی پی)كاناډا كښې پاكستاني هائي كمشنر رضا بشير تارړ وئيلي پاکستانۍ ټولنه د پاکستان او کاناډا تر منځ د پل رول لوبوي. د جمعې په ورځ د مخه ښې دستورې ته خط??ب كښې رضا بشير تارړ كاناډا كښې پاكستانۍ ټولنې او د ټولنې نمائنده او فعاله پارليماني غړو ته دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې د پل كردار په ترسره كولو د عقيدت پېرزوئينې وړاندې كړې۔ د خپلو ذمه وارو ترسره كولو په پايه كښې پاکستان اپلائېټډ چېمبر آف ټرېډ د هائي كمشنر په درناوي كښې دستوره وك??ه۔ هغه ووئيل كاناډا كښې پاكستانۍ ټولنه او دې ټولنې سره تعلق لرونكي پارليماني غړي د دې خبرې ګواه دي چې ټولنه څنګه يو دليل او قوت سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې خپل كردار ترسره كولې شي۔ دستوره كښې كاناډا كښې د پاكستانۍ ټولنې لارښودو په شمول پارليماني غړو سلمی زاهد، اقرا خالد، سمیر زبیری،میری فرانس لالوند، چندرا آریا، د اټاوا قونصلر ایل چنټیری او نورو ګڼ شمېر پاكستانيانو هم ګډون وكړو۔ خپل خط??ب كښې هائي كمشنر رضا بشير تارړ ووئيل د خپل سفارت په دور كښې دوه اړخيزه اړيكو كښې بهترۍ له او په دې لاره كښې په پېښو ستونزو قابو موندلو كښې كميونټۍ زما م??ست?? كړی۔ هغه ووئيل پاكستانۍ ټولنې پرله پسې خوارۍ كولو سره په كېنېډين ټولنې او حكومت خپل بشپړه كردار منلے دے ٬ لندن انتاریو كښې د سلمان ا??ضا?? كورنۍ دړدېدلې پېښې نه وروسته د كاناډا حكومت او اولس پاكستانۍ ټولنې سره د يو والي څرګندونه د دې ښكاره مثال دے