اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) سپريم كورټ د رحيم يار خان په كليواله بھونګ سيمه كښې په مندر د بريد كوونكو تورنو د نيولو او شرخوښۍ ته د وګړو راپارونكو په ضد د كا??رو??ئۍ كولو امر ??ړے۔سترې محكمې د پنجاب آئي جي او چيف سېكرټري څخه په يوه اونۍ كښې د تورنو ??ه ضد كا??رو??ئۍ كښې د پېشرفت رپورټ غوښتے۔ د جمعې په ورځ د چي?? جسټس ګلزار احمد په مشرۍ كښې دوه كسيزه بېنچ رحيم يار خان كښې په مندر د بريد په پېښه د اخستې شوي از خود نوټس سماعت وكړه۔ چيف سېكرټري او د پنجاب آئي جي عدالت ته وړاندې شول ۔ د اورېدنې په مهال چي?? جسټس ګلزار احمد پوښتنه وكړه چې په مندر بريد وشو پوليس او انتظاميې څه كول؟ آئي جي پنجاب ووئيل اے سي او اے اېس پي په موقعه موجود وؤ۔ د انتظاميې ترجيح د مندر چارچاپېره د هندوانو د 70 كورونو تحفظ كول وؤ۔ په مقدمه كښې د ترهګرۍ دفعات لګولې شوي۔ چي?? جسټس ريماركس وركړل دا پېښه د يو 8 كلن ماشوم د لاسه رامخې ته شوې۔ دې پېښې سره په ګرده نړۍ كښې د پاكستان بدنامي شوې۔ پوليس يوازې تماشه كړې۔ د اورېدنې په مهال اېډیشنل اټارنی جنرل عدالت ته ووئيل وزیراعظم عمران خان هم د دې معاملې نوټس اخستے۔ د سماعت په مهال چي?? جسټس ووئيل د پېښې درې ورځې شوي او يو كس هم نه دے نيولے شوے ۔ په پېښه د پوليس پېښمانه كېدل دا څرګندوي چې پوليس جوش او جذبه نه لري۔ كه په پنجاب پوليس كښې پروفېشنل كسان وو نو دا چارې به حل شوې وې۔ د هندوانو ??ندر ويجاړ كړے شو سوچ وكړئ د هغوي په زړه به څه تېر شوې وي۔ سوچ وكړئ كه جومات وران شوے ؤ نو د مسلمانانو غبرګون به څه ؤ۔ چي?? جسټس ووئېل د پنجاب پوليس كوم عقل او شعور نه لري۔ 8 كلنه ماشوم ته څه معلوم دي چې هندو څوك دے او مسلمان څوك۔ 8 كلن ماشوم ګرفتار كونكے اېس اېچ او بايد په سمدستي توګه فارغ كړے شي۔ هغه ووئيل په كرك كښی د مندر سوزولو پېښې نه علاوه په نورو پېښو د عدالتي امر باوجود هېڅ نه دي شوي ۔ هغه ووئيل زمونږ پوليس او انتظاميه د پېښې نه پس كار پېل كوي آيا داسې كوم نظام جوړېدے نه شي چې د پېښې نه وړاندې د پېښی مخنيوي وكړے شي۔ د اورېدنې په مهال جسټس قاضي امين ووئيل د رحيم يار خان په مندر پېښه كښې پوليس د خپلې ذمه وارۍ په ترسره كولو كښې ناكامه راغلي ۔ د اقليتونو د تحفظ بايد احساس ولرلې شي۔ سپریم کورټ د ټول مذهبونو ??ګړو د حقونو ضامن دے۔ عدالت په رحيم يار خان مندر بريد كښې د ككړو تورونو ??ه سمدستي توګه د نيولو او په شرخوښۍ د راپارونكو وګړو په ضد د كا??رو??ئي حكم كولو سره يوه اونۍ كښې آئي جي او چيف سېكرټري پنجاب څخه د تورونو ??ه ضد د كا??رو??ئۍ پیشرفت رپورټ وغوښتلو۔ عدالت د مندر د بيا رغونې او بحالۍ مصاريف هم تورنو څخه په هر صورت د ترلاسه كولو حكم وكړو۔ سپريم كورټ ځپلې سيمه كښې امن بحالولو له د وېلج كمېټۍ او پنجاب كښې مذهبي همغږۍ لپاره د امن كمېټيو جوړولو هدايت كولو سره ووئيل دا خبره باوري كړئ چې سباؤن كښې به دغسې پېښې بيا رامخې ته نه شي۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې پیټرن ان چیف هندو کمیونټي او د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر رمېشن كمار ووئيل په رحيم يار خان كښې په مندر د بريد معامله د 21 جولائي ده۔ هغه ووئيل اقليتونو سره تعلق لرونكي يو كروړ 25 لكه كسان په پاكستان كښې مېشته دي او هېواد كښې مذهبي همغږي هم شته۔ د پاکستان آئین اقلیتونو ته حقونه وركوي۔ هيله ده چې رحيم يار خان كښې په مندر د بريد پېښې په اړه د سپريم كورټ په هدايات به زر تر زره كا??رو??ئي وكړې شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم هم نوټس اخستے۔ آئی جی پنجاب ماته د وزيراعظم لخوا د شپې په يوه نيمه بجه شوے مېسج هم وښودلو كوم كښې چې وئيلي شوي ذمه وار ونيسئ