اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي نېشنل کمان?? اېنډ آپرېشن سېنټر(اېن س?? او سی) د اولې ورځې نه تر اوسه د كورونا وباﺀ مخنيوي له د سائنسي او زمكني واقعيتونو په اساس پرېكړې كړې دي۔ د وزیراعظم عمران خان د وژن له مخې او او د اېن س?? او سی په لارښودنه عمل كولو سره حكومت د سمارټ لاك ډاؤن يوه متوازنه تګلاره خپله كړه چې محور ئې بې وزله او دېھاړي دار طبقه وه۔ د اتورا په ورځ د اېن سي او سي د 500 ورځو په بشپړېدو د مباركۍ پېغام کښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل نن د پاك پروردګار په فضل او بيا د اېن سي او سي د هڅو له امله پاكستان د كورونا د څلورمې چپې كاميا??ۍ سره مقابله كوي۔ نن دلته د كورونا وائرس شرح د نورو هېوادونو په مقابله كښې كمه ده۔ د سمارټ لاك ډاؤن تګلارې ټولې نړۍ ستائنه كړې ده?? مونږ د کورونا ناروغۍ سره مبارزه هم وکړه او اقتصاد مو هم مضبوط كړو۔ هغه ووئیل که چرې په هیواد کښې بشپړه لاګ ډاؤن شوے وے نو د دې ناوړه نتيجې رامخې ته كېدې شوې۔ هغه ووئيل د کورونا په محاذ كاميابۍ د اېن سي او سي د پرله پسې هڅو له امله ممكن شوې٬ په دې مونږ د اېن سي او سي ټولې ډلې ته د عقيدت پېرزوينې ??ړاندې كوؤ۔