اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي انتخابي نظام كښې شفافيت سره به جمهوريت وده ومومي ٬اليكټرانك ووټنګ مشين معرفي كول د تحريك انصاف كومه ذاتي تګلاره نه ده٬حكومت په ??ېواد كښې د سپيځلو ټاكنو په حقله په ??يك نيتۍ سره كار كوي٬د دې ټېكنالوجي د استعمال يوازنے مقصد په ??ېواد كښې سپيځلې ټاكنې باور كول دي۔وزيراعظم سياسي اختلافات اخوا كولو سره اپوزېشن له په انتخابي اصلاحات او اليكټرانك ووټنګ مشين خبرو اترو له بلنه وركړې وه۔ده ووئېل اليكټرانك ووټنګ مشين په حقله د اليكشن كمېشن او اپوزېشن تحفظات به لرې كو??ې شي٬مريم نواز ته په ايون فيلډ كيس كښې سزا وركړې شوې٬جولائي 2018 كښې هغې اپيل دائر كړے ؤ خو اوس هغه آخري حربي استعمالوي۔د شورو په ??رځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د 1970 نه پس په ??ولو ټول ټاكنو كښې د ټګۍ شور كېږي٬آصف علي زرداري 2013 ټاكنې د آر اوز ټاكنې ګرځولې وې۔سپيځلو ټاكنو سره به جمهوريت ته وده ترلاسه شي۔ ??ه ووئېل د جمهوريت پاسداري په ??ارليمان ??ښې د ټولو سياسي ګوندونو ذمه واري ده۔ده ووئيل سپيځلې ټاكنې كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده خو قانون سازي كول د حكومت ذمه واري ده۔ده ووئيل اپوزېشن بايد د تنقيد په ځاے د سپيځلو ټاكنو لپاره كردار ترسره كړي۔