اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر اېن سي او سي سره د تعلق لرونكې ميډيا ډلې د كاركردګۍ ستائنه كولو سره وئيلي دي د كرونا مخنيوي لپاره د خبرتيا په كمپائن كښې ميډيا په زړه پورې معاونت كړے٬ د نهې په ورځ د اېن سي او سي مشر خپل ټويټ كښې د آئي اېس پي آر پشمول د انفارمېشن ګروپ او د صحت او اطلاعات وزارتونو بېلا بېلو څانګو ته د اېن سي او سي پرېكړو په اړه مستند او د باور وړ معلومات اولس ته په رسولو پېرزوئنې وړاندې كړي۔ ده ووئيل زه د ك??وېډ-19 پحقله د انفارمېشن ګروپ٬ د اطلاعات او خپرونو وزارت٬ آئي اېس پي آر او د صحت وزارت ته پېرزوئنې وړاندې كوم چا چې د كرونا په كاميابۍ سره مخنيوي له بشپړه هڅې او په زړه پورې كار كړے او ښه خدمات ئې وركړي۔ وفاقي وزير اسد عمر د پي ټي اے او پېمرا ذكر هم وكړو كومو چې په دې لړ كښې بشپړ معاونت كړے۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې د كرونا وباء په مهال آئي اېس پي آر او د اطلاعات وزارت پشمول اے پي پي ښه او بشپړ كمپائن چلولے٬ د اے پي پي رپورټرز، کېمره مېن او فوټو ګرافرز پرله پسې د اېن سي او سي د هلو ځلو كوريج لپاره موجود وو٬ دغسې د اطلاعات وزارت د اېن سي او سي د لارښونې تر مخه قامي ميډيا ته خبرونه جاري كړي٬ قامي او سي??ه ايزې ميديا ته د انګرېزۍ او اردو نه علاوه په سي??ه ايزو ژبو لكه پښتو٬ بلوچي٬ ??ندھي او سرائيكي كښې د خبرونو سره مضمونون?? ٬ ??اص فيچ??ز او د رپورټس نه علاوه عسكونه هم جاري كړي