پینډي22 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان٬تركيې او آذربائيجان درې اړخيزه پوځي مشق تهري برادرز-2021 باكو٬آذربائيجان كښې تر سره شوے ۔په دې مشق كښې پاكستان٬تركيې او د آذربائيجان خاص عسكرو برخه اخستې۔د آئي اېس پي آر له مخې تر دوه اونۍ روان دې مشق كښې په يو هائبرډ منظر نامه كښې د سيمه ايزې ترهه ګرۍ خطرو مخ نيوي صلاحيت٬شريكې مرستې٬د شريك قوت انضمام او امفبیئس آپرېشنز كښې صلاحيتونو زياتولو ته پام لرنه شوې۔د اختتامي مشق خصوصي مېلمه د آذربائيجان د دفاع وزير ذاكر حسنوف ؤ ۔د دې نه علاوه د آذربائيجان سروسز چيف٬د اسپېشنل فورسز آذربائيجان كمانډر جنرل حكمت مرزائيف٬ډ قازقستان څخه مبصرينو او د پاكستان څخه ميجر جنرل ممتاز حسېن هم ګډون كولو۔په دې موقع د شريكې تربيې د آخري پړاؤ ??رګ??دونه وشوه۔د بېلو وسلو پشمول د ميكاز ډرون٬چورلكې او وړو وسلو څخه د ډزو نه علاوه سمندري بريد او د فضائي دفاع ??رګ??دونه هم د مشق برخه وه