اسلام آباد۔23ستمبر(اے پی پی) هند په افغانستان كښې ??اكامۍ او رسوائۍ سره مخ كېدو نه وروسته اوس دا پاكستان مخالف بيانيه جوړول غواړي چې اسلام آباد به كابل كښې د طالبانو قبضه د هند په غېر قانوني توګه نيولې شوي كشمير كښې ستونزې زياتولو له كاروي۔ د كشمير ميډيا سروس لخوا جاري كړې شوي يو رپورټ كښې ??ئيلي شوي چې د پاكستان په ضد د هندي پروپېګنډې مقصد د نړۍ پام په كشمير كښې روان ظلم او زياتي څخه بلخوا ګرځول او په نړۍ كښې د پاكستان په اړه منفي تاثر رامخے ته كول دي۔ رپورټ كښې ??ئيلي شوي دي چې د مودي فسطائي حكومت مقصد د خپلواكۍ ترلاسه كولو له د كشميري اولس روانې هڅې ترهګرۍ سره تړل دي دغسې چې هغوي مقبوضه سيمه كښې خپل ظلمونه لا زيات كړې شي۔ رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د دې خبرې امكانات سوا كېږي چې هند به د ترهګرۍ خپلې بيانيې ته وده وركولو له مقبوضه سيمه كښې ??و بل جعلي آپرېش كوي۔ د کے اېم ایس رپورټ كښې ??ئيلي شوي چې هند به د پاكستان او د كشميري اولس د تحريك په ضد خپلو ناوړه ارادو كښې ??ېڅكله كامياب نه شي۔ رپورټ كښې دا هم وئيلي شوي چې پاكستان د هند پ?? شمول كوم هم هېو??د له دا اجازه نه ده وركړې چې هغه ??ې پاكستان په افغانستان كښې خپلو ناكامو لپاره د قربانۍ ګډورې جوړ كړي۔ رپورټ كښې ??ه هند زور راوړلے شوے چې هغه ??ې د تورونو لګولو لوبه بندولو سره په منطقه كښې امن او استحكام لپاره كار وكړي۔