اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ملګرو ملتونو ته د وزيراعظم عمران ??ان ?? وېنا په اړه وئيلي دي چې وزيراعظم عمران ??ان يو ځل بيا ډېر په جرات او استدلال سره نړۍ ته آئينه ښودلې. د خ??لي په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې په موقع د وزيراعظم عمران ??ان ??برګون وركولو سره په خپل بيان كښې ووئيل چې وزيراعظم په نړۍ كښې زياتېدونكې د معاشي او سماجي بې قرارې اسباب په ډاګه كړي دي. شېخ رشيد احمد ووئيل چې وزيراعظم عمران ??ان په ملګرو ملتونو كښې د افغانستان مسئله په سمه ډول نړۍ ته وړاندې كړې ده. وزيراعظم عمران ??ان ډېر په جرات سره دا هم وئيلي دي چې څڼګه سپر طاقتونو په افغانستان كښې لوبه وكړه. وزيراعظم د افغان مجاهدينو رامېنځ ته كېدو او د طالبانو اقتدار ته تر راتګ داستان نړۍ ته اورولې. وزيراعظم عمران ??ان نړۍ ته باور وركړے چې نن په افغانستان كښې د حالاتو ذمه وار پاكستان نه دے بلكې امريكا او نور هېوادونه دي. ده ټولې نړۍ ته وئيلي دي چې د امريكې او اتحادي ځواكونو د ملګرتيا مونږ لوي قيمت ادا كړے. شېخ رشيد احمد ووئيل چې وزيراعظم نړۍ ته ووئيل چې څنګه امريكې پاكستان يوازې ترهګرې ته پرېښودو. په او??ني?? حالاتو كښې افغانان ?? يوازې نه پرېښودو خواست د وزيراعظم عمران ??ان ?? انسان دوستې د پالېسې عكاسي كوي. وزيراعظم يو ځل بيا نړۍ ته د مودي د هندوستان فاشسټ څېره هم ښودلې. شېخ رشيد هيله څرګنده كړه چې نړۍ به د وزيراعظم عمران ??ان ?? وېنا نه لارښودنه كولو سره سمې پالېسې جوړې كړي