اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم وياند او سياسي ابلاغ لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي د?? د خوشامندو كوؤنكو او چاپلوسو درباريانو لخوا ?? معيشت په اړه ډنډوره ورځنۍ ډرامه ده۔ نااهله درباريان اولس او ګرانۍ سره كوم غرض نه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د مريم اورنګزېب په بيان خپل غبرګون كښې وكړه۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل د مريم اورنګزېب په ډول درباريان ?? معيشت الف ب نه خبر نه دي، د خوشامندو كوؤنكو او چاپلوس درباريانو لخوا ?? معيشت په اړه پراپېګنډه ورځنۍ ډرامه ده۔ دوئي نه ګرانۍ سره كوم غر?? لري او نه اولس سره۔ د نااهلو يوه منشاﺀ ده چې دوئي نه دې د كرپشن تپوس ونه كړے شي۔ هغه ووئيل ډالر په مصنوعي توګه په 100 روپۍ ايسارولو سر?? معيشت تباه كړے شوے ؤ ۔ هغه ووئيل تحريك انصاف ?? معيشت ډوبېدونكې كشتۍ بچ كړې او د كورونا مقابله ئې هم كړې ۔ هغه ووئيل پ?? نړۍ كښې د خلقو د مرګونو سر?? معيشتونه هم ځپلې شوي۔ هغه ووئيل تر 30 كالو د هېواد لوټ كوؤنكو سره د اولس خبره ښه نه ښكاري۔