اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې صلاحكار شوک?? ترين په سندھ كښې د نورو صوبو په مقابله كښې اوړه په ګرانه بيعه خرڅولو د تشويش څرګندونه كړي۔د خزانې صلاحكار شوک?? ترين په مشرۍ كښې نېشنل پرائس مانټيرنګ (اين پي ايم سي )کمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د نېشنل فوډ سکيورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير سيد فخر امام، وزير مملکت فرخ حبيب، وزيراعظم د تجارت صلاكار ، ټيکسټائل او سرمايه کارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد، وفاقي سيکرټريز، اېم ډي يوټيليټي سټورز، صوبائي چيف سيکرټريز، چيف شماريات پي بي ايس او نورو ګډون وكړو۔د خزانې سيکرټ??ي غونډې ته ووئيل تيره اوونۍ د ګرانۍ په شرح كښې 1.38 فيصده اضافه شوي، په يوه اوونۍ كښې 7 ضروري څييزونو بيعه كمه شوي او 15 كښې استحکام ؤ دغسې د حکومت كوټلي اقدامات سره 20 کلو اوړه 1100 روپۍ كښې ترلاسه شوي۔شوک?? ترين په سندھ كښې د نورو صوبو په مقابله كښې په ګرانه بيعه د اوړو خرڅولو د تشويش څرګندونه كولو سره سپارښتنه كړي چې اړوند چارواكي دې د بيعو کنټرولولو كښې سمدستي ګامونه پورته كړي۔د خزانې صلاحكار اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه وكړه چې بلوچستان حکومت سره رابطه وكړي۔د اطلاعاتو وزير مملکت سستا بازارونو شميره زياتولو په حاجت رڼا واچوله، دغسې چې د دې ګټه زياتو وګړو ته ورسي۔ د وزير اعظم د خزانې صلاحكار صوبائي حکومتونو ته په دې اړه د تګلارې وضع کولو سپارښتنه وكړه