اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان له اسټراليا سره په اقتصادي، تجارتي، تعليمي، دفاعي، زرع?? او د سائنس او ټيکنالوجۍ په برخو کښې همکاري زياتول غواړي٬ نړيواله ورور ولي دې د افغان وګړو معاش?? او په انساني بنيادونو مرستې له كوټلې او فعاله ګامونه پورته كړي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند لمخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپل آسترالوي ه??څن?? ماريس پېن سره تلېفوني تماس ونيولو۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو او افغانستان ??ښې د رامخې ته شوي صورتحال په شمول د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان له استرالیا سره دوه اړخیزو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي۔ شاه محمود قریشي ووئیل د افغانستان د يو نزدې ګاونډي هېواد په حېث پاكستان په افغانستان ??ښې د ناامنۍ د لاسه زيات ځپلې شوې دې۔ په افغانستان ??ښې د څلوېښت كالو جنګ جګړې نه وروسته د امن په ځائې كېدو هيله پېدا شوې ده۔ هغه ووئيل په افغانستان ??ښې سخت معاشي بحرن نظر ??ښې نيولو سره ضرورت د دې خبرې دې چې نړیواله ورورولي دې د افغان وګړو معاش?? او په انساني بنيادونو مرستې له كوټل?? او فعاله ګامونه پورته كړي۔ نړيوالې ورورولۍ له به د افغانستان حوالې سره چېلنجونه او روښانه امكانات دواړه نظر ??ښې نيولو سره پرېكړې كول وي۔ د بهرنیو چارو وزیر خپل استرالوي ه??څن?? كابل څخه د بېلو هېوادونو سفارتي عملې ٬ د نړيوالو ادارو اهلكارو او د ميډيا نمائندګانو زر تر زره د ويستلو په لړ ??ښې د روانې پاكستانۍ مرستې نه خبرولو سره ووئيل پاكستان د 37 هېوادونو 21 زره وګړو افغانستان څخه په محفوظه توګه ويستلو ??ښې مرسته وكړه۔ خارجه وزيرانو د شريكې خوښې په بېلا بېلو څانګو ??ښې د دوه اړخيزه مرستې د ودې په اړه خصوصې خبرې اترې وكړې۔ خارجه وزير ووئيل په آسټريليا ??ښې مېشته د 125000 نه زيات پاكستانيان او بېلو آسترالوي تعليمي ادارو كښی زده كړې ترلاسه كوؤنكي د 12 زره نه زيات زده كوؤنكي د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه مستحكمو اړيكو عكاسي كوي۔ خارجه وزير خپل آسترالوي ھ??څن?? د كورونا وائرس وبا له امله په آسټراليا ??ښې زدكړې ترلاسه كوؤنكو پاكستاني طالبعلمانو ته د پېښو ستونزو نه خبرولو سره ټرېول اېډوائزري ته د بيا كتنې په حاجت زور راوړو۔ دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده نوعيت د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې لا مستحكمولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ د بهرنیو چارو وزیر د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیر ته د پاکستان د دورې بلنه ورکړه كومه چې هغ?? قبول كړه