اسلام آباد 01 نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم د احتساب او داخله چارو صلاحكار شهز??د اكبر وئېلي دي وړومبے د نېب آرډيننس څخه دا تاثر رامخې ته شوے ؤ چې د مني لانډرنګ كيسونه به د نېب اختيار نه وي ٬خو په نوي ترميمي آرډيننس كښې دا سپيناوے شوے چې مني لانډرنګ كيسونه به د نېب په اختيار كښې وي٬د نوي آرډيننس سره به نېب پراسيكيوشن ګړندے شي او كيسونه به زر تر زره منطقي انجام ته رسي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د حكومت او كالعدم ګوند ترمينځه چارې تر سره شوي٬د مظاهرچيانو ?? اړخه احتجاج ختمول او په ښارونو كښې د لارو خلاصول خوشبينه دي ٬وړاندې به هم چارې د خبرو اترو د لارې مخ په وړاندې بوتللې شي٬كومه كمېټي چې دا معاملات حل كوي هغه د لوظ نامې په حقله ښه وئېلې شي۔هيله ده چې په سباؤن كښې به دا ډول حالات بيا رامخې ته نه شي۔بېرسټر شهز??د اكبر ووئيل د نېب قوانين په اړه ??ار??باري كسان٬بيوروكريسي او مېډ??ا هم ګيلې لرلې٬د نېب په پلټنو او ټرائل به ډېر وخت لګېدو۔ ده ووئېل د نوي نېب ترميمي آرډيننس راوړلو مقصد دا دے چې د نېب د كار رفت??ر تند شي٬د نوي ترميمي آرډيننس سره به د نېب پراسيكيوشن كښې تندي راشي او كيسونه به زر تر زره تر منطقي انجام ورسي