کو??ټه 16 نومبر (اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي اسلامي فلاحي رياست جوړول د وړومبۍ ورځې څخه د پي ټي آئي د منشور برخه ده٬ د بې وسه او پسمانده طبقې لپاره د پېل كړي احساس پروګرام له مخئ مستحقو كورنيو ته د كور په سر 12 زره روپۍ وركړې شوي چې پكښې د بلوچستانڅخه تعلق لرونكو كښې 3 لكه 38 زره كورنۍ شاملې دي، مېرمنېبه په معاشي توګه قوي كول وي دغسې چې ھغوي د هېواد د پرمختګ په عمل كښې نېغ ??ه نېغه خپل كردار ولوبوي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه په کو??ټه كښې د احساس کفالت کېش او احساس انډر ګرېجوېټ سکالر شپ سرټيفيکټس وركولو دستورې ??ه خپلې وېنا كښې وكړه۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل د كرونا نريوالې وباء په مهال وزيراعظم عمران خان د ټولنې د بې وسه طبقو د ستونزوپه خيال ساتلو د مكمل لاك ډاٶن مخالفت كړے او دې پرېكړې سره ئې بې وسه او مزدور طبقه د مالي ستونزو څخه ساتلې ده ۔ ده ووئيل د لاك ډاون په مهال د احساس پروګرام له مخې 12 كروړه كورنيو ته 200 اربه روپۍ وركړې شوي۔ د انفارميشن ټيکنالوجي پحقله صدرډاكټر عارف علوي ووئيل د پاكستان د پرمختګ دارومدار د آئي ټي ??ان??ې په وده كښې دے٬ زده كوٶنكو ته د سكالرشپ وركولو مقصد ??ه تعليم كښې برابري راوستل دي٬ نړۍ د آئي ټي په ??ان??ه كښې ډېر كار كړے٬ ده ووئېل مونږ له به د موجوده حالاتو له مخې د آئي ټي ??ان??ې ته پام ګرځول وي۔ صدر د پوهنتونونو په وائس چانسلرز زور رواړلو سره ووئيل ھغوي دې د انفارميشن ټيکنالوجۍ پحقله سلېبس د جديد دور تقاضو او د ماركيټ ضرورتونو له مخې مرتب كړي دغسې چې زمونږ ګريجوېټس هم مخ په وراندې تللو سره د آئي ټي په ??ان??ه كښې خپل كردار ولوبوي۔ صدر ووئيل خاص كسان د ټولنې مهمه برخه ده او د دې هنر منده كولو لپاره اقداماتو ته اړتيا ده چې ورسره به خاص كسان د خپل آمدن بندوبست وكړے شي۔ صدر ووئيل د کامياب جوان پروګرام د لارې مېرمنې هم د پوراغستو سهولت څخه مستفيد كېدې شي۔ دستورې ته د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا او د بي آئي اېس پي بلوچستان ډائريکټر جنرل عبدالجبار هم وېنا وكړه۔ د دې نه وراندې صدر مملکت زده كوٶنكو ته د احساسن انډر ګرېجوېټ سکالرشپ سرټيفيکټس اومستحقو مېرمنو ته د احساس كفالت پروګرام له مخې نغده مرسته وركړه